کندهار (پژواک، ٩ مرغومى ٩١): د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه بند ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول، چې په دې سره دغلته د پرانيستو ښوونځيو شمېر ١٥ ته لوړ شو.
د کندهار د پوهنې رييس شېر اغا صافى، چې د دغو ښوونځيو د پرانيستې په موخه دغې ولسوالۍ ته تللى و، وايي چې دغه ښوونځي له تېرو اووه کلونو راهيسې د ناامنيو له امله تړلي پاتې وو.
هغه زياته کړه، دغه ښوونځي د پنجوايي ولسوالۍ په صالحان او چهل غور سيمه کې پرانيستل شول، چې د سيمې ٣٠٠ زده کوونکو ته په کې د زده کړې اسانتياوې بيا برابرې شوې.
د نوموړي په وينا، دغه ښوونځي يې د سيمې د اوسېدونکو په غوښتنه او قومي مشرانو په مرسته پرانيستې او خلکو ورسره ژمنه کړې، چې دا ځل به د ښوونځيو په ساتلو کې مرسته کوي.
خو د پوهنې رييس وويل، لا هم په دغې ولسوالۍ کې اته ښوونځي تړلي پاتې دي، چې د خلکو په مرسته به د روان کال تر پايه پرانيستل شي.
صافى وايي، دا مهال د پنجوايي ولسوالۍ په تشکيل کې د يو شمېر ديني مدرسو ترڅنګ ٣٢ ښوونځي لري، چې په زرګونو زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
د نوموړي په خبره، په دغې ولسوالۍ کې به د دارالمعلمين د يوې څانګې ترڅنګ يو شمېر ديني مدرسې هم پرانيزي.
د صالحان سيمې يوه اوسېدونکي محمدافضل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخوا د سيمې خلک د وسلوالو مخالفينو تر ګواښ لاندې وو، ځکه يې د ښوونځيو د پرانيستلو جرئت نه شو کولى.
دى وايي، اوس دغه سيمې د وسلوالو له مخامخ ګواښ څخه په امن کې دي او هغوى هم په دې پوه شوي، چې نور يې بايد اولادونه له زده کړو لېري پاتې نه شي.
د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې په تېرو کلونو کې وسلوالو طالبانو ګڼ ښوونځي سوځولي او يا هم بند کړي وو، چې اوسمهال د خلکو په غوښتنه بيا پرانيستل کېږي.
په کندهار کې د ٤٥٠ ښوونځيو له جملې شاوخوا ١٠٠ ښوونځي لا هم د ناامنيو او نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن