ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه سرتېرى ونيول شو چې خپل قوماندان يې وژلى و

4 Jan 2013 - 15:44
4 Jan 2013 - 15:44

اسعداباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): امنيتي ځواکونو د ملي اردو هغه سرتېرى نيولى، چې څو مياشتې مخکې د خپل قوماندان تر وژلو وروسته له وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شوى و.

دا پېښه د روان لمريز کار د غبرګولي په ٢٨مه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنج ګل په سيمه کې رامنځته شوې وه.

دغه سرتېرى، د تخار ولايت اوسېدونکى دغه سرتېرى د خپل قوماندان، چې د بدخشان ولايت اوسېدونکى و، تر وژلو وروسته له طالبانو سره يو ځاى شوى و.

په کونړ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد سرتېرى پرون په سرکاڼو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا نيول شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه سرتېري تخار ولايت ته په رخصتۍ تللى او په داسې حال کې چې پرون بېرته په سيمه کې د طالبانو لور ته روان و، ونيول شو.

يوسفزى وايي، چې سيمه ييزو پوليسو دغه پخوانى سرتېرى ملي اردو ته سپارلى او اوس تر پوښتنو لاندې دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو هغه مهال طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې وه، چې ياد سرتېرى د دوى دستوري و.

د دويمې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي دا هم وويل، چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د دغه ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې عمليات کړي او پنځه وسلوال طالبان يې وژلي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version