ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزير: د لېږد پروسه د امنيتي ځواکونو د وړتياوو لوړول بريالۍ کوي

5 Jan 2013 - 17:25
5 Jan 2013 - 17:25

کابل (پژواک١٦مرغومى٩١): د ملي دفاع وزير وايي، د امنيتي مسووليتونو د لېږد تېر درې پړاوونه په برياليتوب پاى ته رسېدلي، خو که د افغان ځواکونو وړتياوې لوړې نه شي، دغه پروسه به بريالۍ نه وي.  

 د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي او د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ، نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوي وو.

محمدي په دې غونډه کې وويل، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد د هېواد او خلکو يوه مهمه اړتيا ده.

ده زياته کړه: ((افغانان تر دې وروسته، نه غواړي چې نور د نړيوالې ټولنې پر اوږو بار وي.))

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږد، تېر کال پيل شوى او څو ورځې مخکې يې د څلورم پړاو سيمې هم مشخصې شوې.

ټاکل شوې چې دغه پروسه په ٢٠١٣ کې په پنځو پړاوونو کې بشپړه شي.

محمدي وايي، د هغو سيمو امنيتي حالات د پخوا په پرتله ښه شوي، چې امنيتي چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

دى وايي، له هغو سيمو څخه چې امنيتي چارې يې افغانانو ته سپارل شوي،٥٠زره ناټو ځواکونه وتلي او خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د محمدي په وينا، په تېرو درېيو پړاوونو کې د هغو سيمو د امنيت لېږد شامل و، چې له ګواښ سره مخ وې، خو په څلورم پړاو کې ناامنې سيمې او په پنځم پړاو کې د سرحدي سيمو په ګډون ټول هېواد د دې پروسې تر پوښښ لاندې راځي.

دى وايي، د امنيتي مسووليتونو د لېږد يوه مهمه موخه د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړول دي او که دغه وړتياوې لوړې نه شي، نو شونې ده چې د لېږد دغه پروسه له ناکامۍ سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزى به په نږدې راتلونکو ورځو کې امريکا ته سفر وکړي او هلته به د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان امنيتي ځواکونو د تجهيز پر مسئلې هم خبرې وکړي.

محمدي وايي، د افغان ملي اردو د وړتياوو د لوړولو په موخه يې يو لړ اقدامات کړي دي.

هغه وايي، ملي اردو په هوايي او استخباراتي برخو کې ستونزې لري، خو نړيوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې چې په دې برخو کې به ورسره مرسته وکړي.

 هغه زياته کړه: ((خو يوه خبره بايد ټول په ياد ولرو، چې له ٢٠١٤ کال وروسته که بهرنيان موږ ته څه راکوي او که نه، خو د افغانستان د امنيت ساتل زموږ او ستاسو دنده ده.))

د ملي دفاع وزير دا هم وويل، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به افغانستان د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ نه شي، خو د ترهګرۍ ګواښ به هغه مهال هم شتون ولري.

دغه راز د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال مجتبى پتنګ وويل، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد تېر درې پړاوونه په برياليتوب پاى ته رسېدلي دي.

هغه وايي، په يادو درېيو پړاوونو کې د ٢٥ ولايتونو او ٢٦٠ ولسواليو امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

پتنګ هم وايي، چې تر ٢٠١٤ پورې بايد د افغان ځواکونو وړتياوې لوړې شي او د  کورنيو چارو وزارت په دې برخه کې ځينې پلانونه جوړ کړي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد کوښښ وکړو چې له ٢٠١٤ کال وړاندې، داسې افغانستان ولرو چې په هغه کې غير مسوولې وسلوالې ډلې نه وي، فساد نه وي او د نشه يي توکو قاچاق نه وي.))

پتنګ وايي، له ٢٠١٤ کال وړاندې به د پوليسو په ليکو بيا کتنه وشي، ترڅو پوليس منسجم شي.

ده وويل، د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري چې له ياد کال وړاندې د چټک غبرګون قطعه په ټولو ولاياتو کې فعاله کړي.

د غونډې په پاى کې د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، تر هغه ځايه چې شونې وه وزيرانو د لېږد پروسې په برخه کې معلومات ورکړل.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version