ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله الف لوبډلې ته بیا ماتې ورکړه

6 Jan 2013 - 20:06
6 Jan 2013 - 20:06

جلال اباد ( پژواک ۱۷ مرغومی ۹۱ ) :  د اتصالاتو کرکټ کپ سیالیو په لړ کې د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې په درییمه لوبه کې  الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درییو لوبو سیریز یې وګټلو.

د ملي او الف لوبډلو ترمنځ د اتصالاتو کپ ددریو  یو ورځنیو لوبو لړۍ  د ننګرهار په غازي امان الله لوبغالي کې پیل شوی و، چې نن پای ته ورسیدو.

ددې لوبو د لړۍ درییمه لوبه  نن د جدي  په ۱۷مه، د غازي امان الله خان په لوبغالي کې ترسره شوه، چې زرګونه نندارچیان یې نندارې ته راغلي وو.

د کرکټ بورډ درسینو امر فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې  ددې لوبې پچه د الف لوبډلې کپتان وګټله او د بیټنګ پریکړه یې ورکړه. الف لوبډله په ټاکل شویو ۳۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته یې د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

د هغه په وینا، د الف لوبډلې له لوري  خالد اطرافي ۴۹ ، احسان منګل ۲۹ او عبید کونړي هم ۲۹ منډې جوړې کړې. د ملي لوبډلې له لوري  عزت الله دولتزي درې لوبغاړي وسوځول.

د هیواد ملي لوبډله  یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره دیوه لوبغاړي په سوځیدو په یویشتم اوور کې ترلاسه او لوبه یې وګټله. د ملي لوبډلې له لوري کپتان نوروز منګل ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او سلیزه یې ووهله، هغه له سوځیدو پرته ۱۰۷ منډې جوړې کړې ، محب الله پاک ۲۶ او جاویداحمدي ۲۴ منډې جوړې کړې.

د لوبې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود، د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال، د روداتو ولسوال سهاک او د کرکټ بورډ د نورو مسوسولینو په شتون کې ګټونکې لوبډلې او لوبغاړو ته انعامونه او کپونه ورکړل شول.

دغه راز د اتصالاتو مخابراتي شرکت لخوا الف لوبډلې ته ۲۵ زره افغانۍ او ملي لوبډلې ته ۵۰ زره افغانۍ دانعام په توګه ورکړل شول.

د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي شهزاده مسعود د ننګرهار ولایت له چارواکو او امنیتي مسوولینو مننه وکړه، چې ددې لوبو لپاره یې ښه زمینه او امکانات برابر کړي وو.

هغه دا ډول لوبې ډیرې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، چې دې سره د هیواد ملي لوبډلې ته چې په مخکې مهمې نړیوالې سیالۍ لري، د تمریناتو ښه زمینه برابره شوه.

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال وویل چې دا ډیر د ویاړ ځای دی چې دا ډول مهمې لوبې په ننګرهار ولایت کې ترسره شوې، هغه د کرکټ لوبو لپاره د هر ډول ا مکاناتو او اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.

 د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل د خپلې لوبډلې ترڅنګ د الف لوبډلې د لوبغاړو د ښې لوبې ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ددوی دراتلونکو نړیوالو لوبو لپاره ډیرې ګټورې وې.

د یادولو ده چې ددریو لوبو د لړۍ دوه لوبې ملي لوبډله او یوه یې الف لوبډله ګټلې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version