جلال اباد ( پژواک ۱۵ مرغومی ۹۱ ) : د هیواد د کرکټ الف لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ملي او الف لوبډلو ترمنځ د اتصالاتو کپ ددریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د ننګرهار په غازي امان الله لوبغالي کې پیل شوې دي.
ددې لوبو د لړۍ دویمه لوبه نن د مرغومي په ۱۵مه، د غازي امان الله خان په لوبغالي کې ترسره شوه، چې زرګونه نندارچیان یې نندارې ته راغلي وو.
دافغانستان کرکټ بورډ د رسنیو امر فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه د ملي لوبډلې کپتان وګټله، خو لومړی یې الف لوبډلې ته د بیټنګ بلنه ورکړه.
هغه زیاته کړه چې دالف لوبډلې په ټاکل شویو ۳۰ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته یې د ۱۵۹ منډو هدف کیښود.
د الف لوبډلې له لوري نسیم قصاب ۷۹، فضل نیازي ۳۳ او نجیب ترکي ۱۲ منډې جوړې کړې. او د ملي لوبډلې له لوري افتاب عالم پنځه، نبي ۲، همزه هوتک او حمید حسن یو یو لوبغاړی وسوځول.
فرید هوتک وویل چې د هیواد ملي لوبډله ونه شوه کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله یې په ۲۴ اورونو کې په ۱۱۶ منډو وسوځیدله.
د هغه په وینا، دالف لوبډلې له لوري فضل نیازي ۵، عبید کونړي او ضمیر خان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
فضل نیازی ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د لوبې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود، اجرايیوی رییس ډاکټر نور محمد مراد داتصالاتو مخابراتي شرکت د رسنیو مسوول کفایت الله نبي خیل او نورو چاروکو په شتون کې غوره لوبغاړي ته انعام ورکړل شو.
دیادونې وړ ده چې وړمه ورځ لومړۍ لوبه ملي لوبډله ګټلې وه او ټاکل شوې ده، چې درییمه لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره شي.
د کرکټ بورډ مسوولین وایي چې دالوبې یې د ملي لوبډلې د راتلونکو نړیوالو سیالیو ته د تمریناتو په موخه په لاره اچولي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن