ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ښځينه بريدملانو لومړۍ ډله فارغه شوه

10 Jan 2013 - 14:50
10 Jan 2013 - 14:50

هرات (پژواک ۲۱ مرغومی ۹۱): ((کله به مې چې واورېدل، د هېواد په يوه سيمه کې ښځې د نارينه فوځيانو له خوا تلاشي کېږي، نو په رواني لحاظ به زياته ځورېدم او د ناارامۍ احساس به مې کاوه.))

دا د پنځه ويشت کلنې سهيلا خبرې دي، چې نن په هرات کې له نورو ۲۳ ښځينه بريدملانو سره د ۲۰۷ ظفر قول اردو له لومړى دورې درې مياشتني روزنيز پروګرام څخه فارغه شوې ده.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ په ټولنه کې، چې کله ښځې د خپلو همجنسو له خوا تلاشی کېږي، نو د ارامۍ احساس کوي، خو د نارينه وو د تلاشۍ پر وړاندې حساسيت ښيي، نو له همدې امله مې وغوښتل، چې په ملي اردو کې شامله شم.))

دې مېرمنې زياته کړه، هغه علاقې ته په پام سره، چې له فوځ سره يې لرله او د مېرمنو اړتياوې يې درک کولې، نو ويې غوښتل، چې د بريدملۍ له لارې د هېواد له ښځو سره مرسته وکړي.

سهيلا زياته کړه: “زه پر خپله دنده وياړم او خپل هېواد ته په صادقانه ډول خدمت کوم.”

د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول نجيب الله نجيبي وايي، چې له ښځينه افسرانو څخه به په ودانيزوکارونو، اداري برخو او د اړتيا په صورت کې د کورونو په تلاشۍ کې کار واخلي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا په لوېديځ زون کې د ملي اردو په برخه کې د ښځو لومړنۍ روزنيزه دوره ده، چې د خپلې خوښې له مخې دغه خدمت ته حاضرې شوې دي.

نجيبي په ظفر قول اردو کې د ښځينه افسرانو نشتوالی د يوې ستونزې په توګه ياد کړ، خو څرګنده يې کړه، چې دغه ستونزه به د ۲۴ ښځينه بريدملانو په راتګ سره تر يوې کچې حل شي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول هيله څرګنده کړه، دوی چمتوالی لري، څو يو زيات شمېر ښځې په ملي اردو کې جذب کړي.

د هرات څارنوالۍ رييسې ماريا بشير، چې دغو بريدملانو ته د لوړې ورکولو په مراسمو کې يې ګډون کړی و، ټينګار وکړ، چې د پخوا په نسبت بايد په هره برخه کې د ښځو شتون غښتلی شي.

هغې وويل، که چېرې ښځې په ټولو نظامي او ملکي برخو کې برخه واخلي، نو دغه قشر به په هېواد روښانه راتلونکى ولري.

په وروستيو څو کلونو کې د هرات ولايت په پوليسو کې ۲۰۰ ښځينه ساتمنانې له روزنې وروسته د هرات د پوليسو به بېلابېلو برخو کې پر دندو ګومارل شوې دي.

د يادونې ده، چې د ملي اردو شمېر دغه مهال ۱۹۵ زره تنو ته رسېږي او د پوليسو شمېره له ۱۵۰ زره تنو زياته ده، چې په دغو دواړو نظامي ارګانونو کې په سلګونو نجونې په کار بوختې دي.

 

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version