ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې سرحدي ځواکونه ښځينه پوليسو ته اړتيا لري

6 Mar 2012 - 18:57
6 Mar 2012 - 18:57

مزارشريف (پژواک ١٦کب ۹۰):په شمال کې د ۵ نمبر سرحدي پوليسو قوماندانۍ قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخېل د کب په ۱۷مه، وويل چې په ځواکونو کې يې ښځينه پوليسو ته ډېره اړتيا لري.

 نوموړي دغه څرګندونې د دغې قوماندانۍ د ښځينه پوليسو له خوا د مارچ په اتمه، د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ جوړو شويو مراسمو کې وکړې.

 نوموړي زياته کړه: ((په بندرونو کې چې ډېری ښځې هم تګ راتګ کوي، په تلاشي ځايونو کې د ښځينه پوليسو اړتيا ډېره ليدل کېږي.))

 د هغه په وينا، څرنګه چې پوليس د ملي اردو په پرتله له خلکو سره ډېر ښکېل دي؛ نو ښايي د پوليسو په کتار کې د نارينه وو ترڅنګ ښځينه په کافي اندازه موجودې وي.

 سيدخېل وويل، چې په قوماندانۍ کې ۶ ښځينه افسرې، ۱۲ ساتمنې او ۲۳ نورې ټيټ رتبه پوليسې دندې ترسره کوي.

 د هغه په وينا، يو شمېر پوليسې يې په شېرخان بندر، د کندوز هوايي ډګر، د مزارشريف هوايي ډګر او حيرتان ښارګوټي کې پر دندو بوختې دي.

 نوموړي پر مېرمنو غږ وکړ، چې د هېواد د ساتنې په موخه دې له دوی سره يوځای شي او له مساوي حقونو برخمنې شي.

 په ياده قوماندانۍ کې ښځينه پوليسې د خپلو امرانو له چلند څخه خوښې برېښي او وايي، چې په مناسبو پوستونو يې ګومارلې دي.

 شکيلا چې په ۱۳۸۸ لمريز کال د کوماندو له اکاډمۍ څخه فارغه شوې ده او اوس د ۵ نمبر سرحدي پوليسو په قوماندانۍ د عامه چارو د مرستيالې په توګه دنده ترسره کوي، پژواک وويل: ((زه له خپل قوماندان څخه خوښه يم، چې مونږ ته يې موقع راکړه، ترڅو د ښځو نړيواله ورځ ونمانځو.))

 نوموړې زياته کړه، چې په ډېريو عملياتو کې يې برخه اخيستې او د خپلو امرانو له چلند څخه خوښه ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت وړاندې په شمال کې د پامير ۳۰۳ زون قوماندانۍ د جندر او بشري حقونو مسوولې سمونمل نجيبه نجيب ويلي و، چې په شمال کې له ښځينه پوليسو سره دوه ګونی چلند کېږي.

 د هغې په وينا، د همدې امرانو او نارينه پوليسو ناسم چلند د دې لامل شوی، چې د پوليسو ليکو ته ښځينه پوليسې لږ زړه ښه کوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version