کندهار ښار (پژواک ١٨ تله ٩١): د کندهار ښځينه پوليسې، نا امني او دوديز مسايل د خپلو دندو پر وړاندې
لوى خنډونه ګڼي او له حکومته د ډېرو اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه کوي.
په کندهار کې مېشتې ښځينه پوليسې وايي، دوى په داسې حال کې نظامي دندې مخ ته بيايي، چې هلته د نورو ولايتونو په پرتله شرايط ډېر سخت دي.
د حسيبې په نوم يوې ښځينه پوليسې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر ټولو لويه ستونزه يې نا امني او د کور لرې والى دى، چې دندې ته يې د تګ راتګ پر مهال ډېره کړوي.
هغې زياته کړه: ((حکومت تر اوسه نه دى توانېدلى، چې په کندهار کې ښځينه پوليسو ته په امنه سيمه کې د استوګنې کورونه برابر کړي.))
دا وايي، دا چې په دغه ولايت کې هدفي وژنې ډېرې دي او تر دې وړاندې مخالفينو د نورو چارواکو تر څنګ په وار وار ښځينه پوليسې هم په نښه کړې، ګڼې مېرمنې زړه نه ښه کوي، چې په پوليسو کې دندې ترسره کړي.
حسيبې وويل، چې څو کاله مخکې د کندهار د ښځينه پوليسو مشره مېرمن ملالۍ کاکړ د وسلوالو په يوه غلچکي بريد کې ووژل شوه او په دې وروستيو کې يوه ښځينه پوليسه ووژل شوه او يوه ټپي شوه.
د نوموړې په وينا، حکومت دې په کندهار کې مېشتو ښځينه پوليسو ته د نورو په پرتله ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه هلته د نورو ولايتونو په پرتله شرايط سخت دي.
د کندهار يوې بلې ښځينه پوليسې هم د نوم نه اخيستو په شرط د ورته ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دلته ښځينه پوليسې له اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.
دا وايي، چې اوسنى معاش د ښځينه پوليسو لپاره بسنه نه کوي، په کار ده حکومت له دوى سره د مرستو منظم پلان او طرحه جوړه کړي.
هغې زياته کړه: ((که حکومت په کندهار کې د مېشتو ښځينه پوليسو د سرپناه غم وخوري، کافي معاش او اسانتياوې ورته برابرې کړي، نو ګڼې مېرمنې به زړه ښه کړي، چې د پوليسو ليکو ته راشي.))
په کندهار کې که له يوې خوا ښځينه پوليسې له اقتصادي ستونزو او نا امنۍ څخه شکايت کوي، نو له بله پلوه ګڼ شمېر ښځينه پوليسې دوديز مسايل هم د خپلو دندو پر وړاندې لوى خنډ ګڼي.
د نسيمې په نوم يوې بلې ښځينه پوليسې وويل، په کندهار کې د عامه پوهاوي کچه ډېره ټيټه ده، عام خلک هغې مېرمنې ته په ښه سترګه نه ګوري، چې په پوليسو کې دنده ترسره کوي.
هغې زياته کړه: ((زه تل آن له خپلو ډېرو نږدې دوستانو هم دا خبره پټوم، چې ګواکې زه په پوليسو کې دنده لرم؛ ځکه هغوى د اوسنۍ نړۍ له شرايطو او غوښتنو ناخبره دي.))
دا وايي، حکومت بايد لومړۍ د ښځينه پوليسو په اړه په ټولنه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي او هغوى ته په ډاګه کړي، لکه په ټولنه کې چې ښځينه ډاکټرې ته اړتيا ده، په همدې ډول ښځينه پوليسو ته هم اړتيا ده.
د کندهار ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي هم ښځينه پوليسې د وخت او حالاتو اړتيا بولي، خو دا بيا په حکومت پورې تړلې ګڼي، چې څنګه کولى شي په دې اړه په ټولنه کې د خلکو ذهنيتونه جوړ کړي.
د کندهار ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکى احمدشاه وايي، ښځينه پوليسې په ګڼو مواردو کې د کورونو په پلټلو، د مېرمنو په تلاشيو او د ښځينه قضيو په څېړلو کې ښه کار کولى شي.
دى وايي، حکومت بايد د ښځينه پوليسو د شمېر د زياتولو په موخه لومړى د ټولنې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي او ښځينه پوليسو ته د ژوند او کار لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د کندهار امنيتي چارواکي هم د ښځينه پوليسو پر وړاندې پرتې ستونزې مني، خو وايي، چې د خپلو صلاحيتونو تر بريده يې وخت په وخت له هغوى سره مرستې هم کړې دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وايي، دا په لوړ پوړو چارواکو پورې اړه لري، چې په خوندي سيمه کې ښځينه پوليسو ته د استوګنې شرايط برابر کړي.
دى وايي، چې د دغه ځاى امنيتي مسوولينو وخت په وخت له ښځينه پوليسو سره مرستې کړې دي.
هغه که څه هم په کندهار کې د ښځينه پوليسو شمېر په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل، که دوه سوه تنې مېرمنې هم وي، نو هغوى يې د پوليسو په ليکو کې د جذبولو وړتيا لري.
کندهار مېشتې ښځينه پوليسې په داسې حال کې له ستونزو شکايت کوي، چې کورنيو چارو وزارت د ټول هېواد په کچه د ښځينه پوليسو شمېر ٥ زره تنو ته لوړوي.
اوس مهال د ټول هېواد په کچه سلګونه ښځينه پوليسې په دندو لګيا دي، چې کارونه يې يوازې تر پلازمېنې او ځينو لويو ښارونو محدود دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن