ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لومړۍ ښځینه ولسواله د دندې له پیل مخکې له ستونزو سره مخ ده

11 Jan 2013 - 19:48
11 Jan 2013 - 19:48

مزارشريف ( پژواك ۲۲ مرغومی ۹۱ ) : په هېواد كې لومړۍ ښځينه ولسواله مخكې له دې چې دنده پيل كړي، له ستونزو سره مخ شوې ده.

 سايره شكېب سادات، چې د هېواد د لومړۍ ښځينه ولسوالې په توګه له تېرو درې ورځو د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ د ولسوالې په توګه معرفي شوې، په دغه ولسوالۍ كې د كار كولو شونتيا په ځان كې نه ويني او د ياد ولايت بلې ولسوالۍ ته د دندې د بدلېدو غوښتنه كوي.

 

نوموړې د مرغومي په ۲۲مه، پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې درې ورځې وړاندې د محلي ارګانونو د ادارې لخوا د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د ولسوالې په توګه معرفې شوې ده.

 

شكېب وويل، چې په ډېره هيله مندۍ يې خلكو ته خدمت لپاره دغه لاره غوره كړې وه؛ خو د يادې ولسوالۍ څخه د معلوماتو پيدا كولو وروسته پوه شوې، چې دنده پكې نشي تر سره كولى.

 

نوموړې زياته كړه، چې په فيض اباد ولسوالۍ كې امنيتي حالت تر دې ډاډمن نه دى، چې يوه مېرمن دې پكې د ولسوالې په توګه سمه دنده وكړي.

 

د هغې په وينا په ياده ولسوالۍ كې امنيه قومانداني، ملي امنيت او د ولسوالۍ اداره په يوه كلا كې يو ځاى كار كوي.

 

شكېب د ټولنې ځينې دودونو ته په اشارې سره وويل، چې په داسې يو چاپيريال كې به د يوې مېرمن لپاره دنده اجرا كول خورا ستونزمن وي.

 

د جوزجان دولتي مسوولين هم دغه ولايت ته په لومړي ځل د ښځينه ولسوالې د مكتوب د رسېدو پخلى كوي.

 

د دغه ولايت مالي او اداري ریيس نقيب الله پژواك اژانس ته وويل، چې دوى ته دوه ورځې وړاندې د فيض اباد د ولسوالۍ په توګه د مېرمن سايره شكېب سادات مكتوب رسېدلى دى.

 

نوموړي زياته كړه، چې كه څه هم دغه مېرمن په رسمي توګه د فيض اباد د ولسوالې په توګه معرفي شوې نه ده، خو له مركزه د رسېدلي مكتوب درناوى كوي.

 

د هغه په وينا كه چېرې مېرمن حاضره شي؛ نو ممكمن په معرفي كېدو كې يې ځنډ ونه شي.

 

خو مېرمن سادات وويل، چې لا هم په كابل كې ده او هڅه كوي، چې د فيض اباد پر ځاى د جوزجان ولايت د كومې بلې داسې ولسوالۍ، چې يوه مېرمن پكې په سمه توګه دنده اجرا كړاى شي، امر د محلي ارګانونو له ادارې څخه واخلي.

 

مېرمن سايره شكېب سادات، د جوزجان پوهنتون له ژبو ادبياتو پوهنځي څخه فارغه شوې، څو كاله يې په همدې ولايت كې د ښوونكې په توګه دنده هم ترسره كړې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version