ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې يواځينۍ ښځينه وياند : هر وخت ګواښل کېږم

په هېواد کې يواځينۍ ښځينه وياند : هر وخت ګواښل کېږم

author avatar
31 Jan 2013 - 14:20
په هېواد کې يواځينۍ ښځينه وياند : هر وخت ګواښل کېږم
author avatar
31 Jan 2013 - 14:20

کابل ( پژواک ۱۲ سلواغه ۹۱) : دهېواد په کچه  لومړۍ ښځينه ويانده روشنا خالد وايي ،چې د دندې دتر سره کوله له امله، هر وخت کواښل کېږي او ممکن زامن يې هم له همدې امله برمته  شوي وي.

دغه اوه دېرش کلنه مېرمن دکاپيسا ولايت دکوهستان دلومړۍ حصې دقاضي خېل سيمې اصلي اوسېدونکې ده، خو له تېرو دېرشوکلونو راهيسې په پروان ولايت کې استوګنه لري او اوسمهال دپروان ولايت مرکز چاريکار ښار په اتمه حوزه کې له دوو زامنو، يوې لور او خاوند سره ژوند کوي .

روشنا خالد د پروان د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د ساينس له څانګې د فراغت سند تر لاسه کړى دى .

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل  ،چې  د ژورنالېزم په لنډ مهاله کورسونو کې يې هم ګډون کړی او په ۱۳۸۹ کال کې د ازادې سيالۍ له لارې ، دپروان ولايت د والي د وياندې په توګه ټاکل شوې ده  .

 روشنا وايي ، سره له دې چې د ددندې اجرا کولو له امله له ستونزو سره مخ ده ، خو دويندويۍ چارو په پرمخ  بېولو کې بريالۍ ده او خپل کارونه په زړورتيا سره مخ ته وړي .

دغې مېرمنې وويل ،چې په افغانستان کې له کوره بهر د ښځو کار کول په ځانګړي ډول دوياندې په توګه ،چې د رسنيو له لارې شهرت پيدا کوي ، له ستونزو سره ملګري دي .

 هغه زياتوی : ” دا چې زه يوه مېرمن يم او په دغې څوکۍ کار کوم ، هر وخت ګواښل کېږم ، دټېلېفون له لارې اخطار راکول کېږي ، ټول دداسې کسانو لخوا ،چې نه پوهېږم دښمن دی او که ما ته ازار او ځور راکوی . “

د روشنا په وينا، ناپېژانده کسان ورته زنګ وهي او يا ورته ليکلي پيغامونه استوي او له دې غواړي ،چې په دغې څوکۍ کار ونه کړي .

 دغه مېرمن وايي ،چې ياد کسان په دې ناوړه تورونه تړي او وايي، چې له رسنيو سره دخبرو پر مهال د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرې کمې ښيي .

دې همدارنګه وويل ،چې دولس کلن زوی يې تېر کال او اتلس کلن زوی يې سږ کال دناپېژانده کسانو لخوا برمته  شول ، خو وروسته بيا دواړه دبرمته ګرو له لاسه وژغورل شول .

 روشناخالد په دې اړه دجزيياتو له ورکولو پرته وويل : ” نه پوهېږم چې لامل يې څه و ، په دغې څوکۍ زما کار کول که بل څه ، زه څه شتمنه انسان  هم نه يم ، چې دپيسو لپاره دې شوې وي . “

خو دهغې په وينا، خو ډېر امکان لري ،چې زامن يې له دې امله برمته شوي وي ،چې دا د والي د وياندې په توګه دنده اجرا کوي .

 نوموړې له دولتي ادارو څخه بهر دځينو کسانو بدبينۍ هم دځان پر وړاندې ستونزه ګڼي ، خو په دې اړه يې نور جزييات ورنه کړل .

روشنا خالد وايي ،چې دغو ګواښونو ته په پام سره له کوره خپل کاري دفتر ته دتلو پر مهال او همدارنګه په کور کې د وېرې احساس کوي ،خو له دندې سره دعلاقې له امله به خپلې دندې ته په همدې ډول دوام ورکړي .

 دپروان د والي وياندې وويل ، خپله نه غواړي ،چې ساتونکي ولري ، خو خاوند يې ( محمد خالد ) ورسره ‎ ډېری وختونه له دفتره بهر لارښوونه کوي .

دهغې په وينا، خوشحاله ده ، چې ددندې د ترسره کولو پر مهال ددولت د لاسته راوړنو په اړه رسنيو ته معلومات ورکوي او له ټولو رسنيو سره په اړيکه کې ده .

 

روشنا خالد، په چاريکارو کې دليلا صراحت دلېسې د ښوونکې ، دپروان راډيو تلوېزيون د وياندې او ددغه ولايت دڅار غړې په توګه هم دندې تر سره کړې .

 ديادولو ده ،چې حبيبه سرابي دټول هېواد په کچه په باميانو کې يواځينۍ ښځينه والي ، عذرا جعفري ددايکنډي ولايت کې دنيلي ښار يواځينۍ ښځينه ښارواله ، ماريا بشير په هرات کې يواځينۍ ښځينه څارنواله او ساهره شکيب سادات دهېواد په کچه يواځينۍ ښځينه ولسواله ده ،چې دجوزجان ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې دنده ترسره کوي .

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.