ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وچې مېوې د لېږد ستونزې د هواري لپاره پلاوى ازبکستان ته ځي

15 Jan 2013 - 18:15
15 Jan 2013 - 18:15

 مزارشريف (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د بلخ دولتي چارواكي وايي، په حيرتان بندر كې د ازبكستان له لارې روسيې د صادرېدونكې وچې مېوې د لېږد ستونزې د هواري په موخه يو پلاوى ازبكستان ته استوي.

 له تېرو لسو ورځو راهيسې له ازبكستان سره د لېږد وسيلو پر سر د لانجې له امله، د افغان سوداګرو نږدې دوه زره (۱۸۷۳) ټنه وچه مېوه په حيرتان بندر كې ايساره ده.

 د يادې وچې مېوې د لېږد ستونزې د هواري په موخه، تېره ورځ د بلخ ولايت د مقام له خوا د دغه ولايت د سوداګريزو خونو په مرسته يو پلاوى حيرتان بندر ته استول شوى، چې ياده ستونزه له نږدې وڅېړي.

 د بلخ د والي وياند منير فرهاد د مرغومي په ۲۶مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې حيرتان بندر ته د استول شوي پلاوي له څېړنو په ډاګه شوې، چې په دغه بندر كې د افغان سوداګرو وچه مېوه (مميز) د لېږد د اسبابو پر سر د لانجې له امله ايساره شوې ده.

 نوموړي زياته كړه، افغان سوداګر غواړي چې د اورګاډي له لارې خپله وچه مېوه په مستقيمه توګه د ازبكستان تر مركز قرمز پورې ورسوي؛ خو د ازبكستان ځينې شركتونه يې مخه نيسي او د كښتيو له لارې د وچې مېوې د لېږد وړانديز كوي.

 تېره ورځ ځينو سوداګرو هم، پژواك اژانس ته په حيرتان بندر كې د وچې مېوې د ايسارېدو لامل همدا ويلى وو.

 په دغه ولايت کې د افغان ترانسپورټي شرکت مسوول احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه وچه مېوه له تېرو څو ورځو راهيسې په حيرتان بندر کې ايساره ده.

 هغه زياته کړه ، افغان سوداګر غواړي، چې دغه مېوه د اورګاډي له لارې د ازبکستان قرمز ښار ته ولېږدوي.

 خو د نوموړي په وينا، ازبکستان د اورګاډي له لارې اجازه نه ورکوي او له سوداګرو يې غوښتي، چې د سيند او کښتۍ له لارې يې ولېږدوي.

 احمدشاه وايي، تر قرمز ښار پورې دا وچه مېوه په کښتۍ او دوو موټرو کې وړل کېږي، چې ډېر زيات لګښت پرې راځي؛ په داسې حال کې، چې په اورګاډي کې يې لګښت ډېر کم دى.

 ده زياته کړه: ((ازبکستان غواړي چې خپلو سوداګرو او شرکتونو ته د کښتۍ له لارې ډېره ګټه ورسوي او افغان سوداګر له زيان سره مخامخ کړي.))

 په بلخ ولايت کې د سوداګرۍ خونې رييس ډاکټر محمدهاشم برنا هم ياده ستونزه تاييد کړه، خو ويې ويل چې دوى د اورګاډي له لارې له ازبكستان هېواد سره د وچې مېوې د صادرولو كوم پروتوكول نه لري.

 نوموړي زياته كړه، هڅه كوي حيرتان بندر ته د استول شوي پلاوي د معلوماتو له مخې او د بلخ ولايت د مقام په سلا، د يادې ستونزې د حل په موخه ازبكستان ته يو پلاوى واستوي.

 د هغه په وينا، هڅه كوي په هغه واګون (د توكو د لېږد رالېږد ډبه) کې، چې د رېل په واسطه د افغان سوداګرو مال د ازبكستان له لارې پر حيرتان بندر راواردوي، په بېرته تلو كې په كې همدا وچه مېوه صادره كړي.

 د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم وويل، چې نن او سبا كې به د دوى پلاوى د يادې ستونزې د حل په موخه ازبكستان ته روان شي، چې د هغه ځاى د كمرګاتو له مسوولينو سره د ستونزې د هواري په موخه خبرې وكړي.

 نوموړي زياته كړه، چې په تېرو لسو مياشتو كې څه باندې ۱۰زره ټنه وچه مېوه له حيرتان بندره د ازبكستان له لارې نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.

 د هغه په وينا، له تېرو لسو ورځو په دغه بندر كې ايساره شوې څه كم ۲زره ټنه وچه مېوه د هېواد د سوېل او شمالي ولايتونو د سوداګرو ده، چې روسيې ته يې صادروي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version