ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دوو مياشتو راهيسې د حيرتان بندر صادراتي چارې ټکنۍ دي

author avatar
3 Feb 2013 - 18:15
author avatar
3 Feb 2013 - 18:15

مزارشريف (پژواک، ١٥ سلواغه ۹۱): د بلخ د سوداګريزو خونو مسوولين وايي، ازبکستان په حيرتان بندر کې د پيدا شوې صادراتي ستونزې د هواري لپاره د نامعلوم علت له امله همکاري نه کوي، چې له امله يې له تېرې يوې مياشتې راهيسې څه باندې زر ټنه خوراکي توکي په دغه بندر کې بند پاتې دي.

دوی وايي، له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې دوی هڅه کوي، چې ازبکستان د بلخ ولايت له پلاوي سره د خبرو اترو هوکړه وکړي، ترڅو د حيرتان بندر د  صادارتي ستونزو د حل په موخه ازبکستان ته سفر وکړي.

د بلخ د سوداګريزو خونو رييس ډاکټر محمدهاشم برنا د سلواغې په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې له ازبکستان سره د حيرتان بندر له لارې ځينې صادراتي ستونزې پيدا شوې دي.

نوموړي زياته کړه، له تېرو دوو مياشتو د ځينو افغان سوداګرو څه کم دوه زره ټنه خوراکي توکي (مميز) په دغه بندر کې بند پاتې و، چې د تېرو لسو ورځو ټکنيو صادراتو له امله د دغو خوراکي توکو اندازه زرو ټنو ته ټيټه شوې ده.

همداراز يوه نيمه مياشت مخکې د افغان سوداګرو له مالونو څخه بار د ازبکستان کښتۍ د تخنيکی ستونزو له امله په امو سيند کې ډوبه شوه، چې بايد ازبکستان يې زيان وګالي.

د هغه په وينا، په دغې کښتۍ کې سويابين غوړي او مميز بار وو.

همداراز څه موده وړاندې د افغان سوداګرو درې واګونه (د رېل له لارې د توکو د لېږد ډبه) لرګي، چې له ازبکستان څخه وارد کړای شوي وو، سهوا بېرته تللي، چې بايد بېرته راوګرځول شي.

ډاکټر برنا وويل، د يادو ستونزو د هواري په موخه د بلخ ولايت مقام د سوداګريزو خونو په مشرۍ يو پلاوی وټاکه، چې ازبکستان ته سفر وکړي.

خو نوموړي زياته کړه، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې دوی څو ځو ځله له ازبکستان څخه په حيرتان بندر کې د شته صادراتي ستونزو په اړه له ياد پلاوي سره د خبرو اترو موضوع شريکه کړې؛ خو کوم مثبت ځواب يې نه دی ترلاسه کړی، چې دوی خپل سفر وکړي.

د سوداګريزو خونو رييس وويل: ((د حيرتان بندر د صادراتي ستونزې د حل په موخه ټاکل شوي پلاوي خپلې ويزې ترلاسه کړي؛ دې ته چمتو يو، چې ازبکستان د خبرو لپاره ورځ وټاکي او موږ حرکت وکړو.))

نوموړي زياته کړه، که چېرې دغه ستونزې پر وخت هوارې نه شي؛ نو لرې نه ده، چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ نړيوالې سوداګريزې اړيکې خړې پړې شي.

د بلخ ولايت سوداګر وايي، ازبکستان د خپلې نامعقولې ګټې په موخه د حيرتان بندر صادراتي چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د دغه ولايت د سوداګرو د ټولنې مشر ارش يونسي، پژواک اژانس ته وويل، ازبکستان هڅه کوي، چې هم له وارداتي ترانسپورټ څخه او هم له صادراتي ترانسپورټ څخه پوره ګټه پورته کړي.

نوموړي زياته کړه، له تېرو دوو مياشتو څه باندې زر ټنه خوراکي توکي ځکه په حيرتان بندر کې له صادراتو پاتې دي، چې دوی د وارداتي توکو په واګونونو کې، چې تش بېرته ازبکستان ته ځي، د توکو د لېږد اجازه نه ورکوي.

د هغه په وينا، ازبکستان افغان سوداګر مجبوروي، چې د کښتيو له لارې صادرات وکړي، چې له دې لارې ازبکستان ته ډېره ګټه رسېږي.

يو شمېر سوداګر وايي، چې ازبکستان د کښتيو له لارې هم په ګړندۍ توګه د ترانسپورټ اسانتياوې نه لري.

افغان سوداګر احمد لودين وويل، په اونۍ کې يواځې يوه کښتۍ له حيرتان بندره د سوداګرو توکي ازبکستان ته اړوي، چې د صادراتو ډېره سسته کچه ده.

نوموړي زياته کړه، څه موده وړاندې به په پنځلسو ورځو کې د يوې کښتۍ له لارې صادرات کېدل، چې د افغان دولت د بار بار فشار له امله يې اوس په اووه ورځو کې کوي.

د هغه په وينا، که د وارداتو د تشو واګونونو له لارې صادرات وشي؛ نو د حيرتان بندر ډېری صادراتي ستونزې به هوارې شي.  

 د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، دوی په دې هڅو کې دي، چې نن او سبا کې د افغان لوري پلاوی ازبکستان ته د يادو ستونزو د حل په موخه رسمي سفر وکړي.

 نوموړي زياته كړه، په تېرو لسو مياشتو كې څه باندې ۱۰زره ټنه وچه مېوه له حيرتان بندره د ازبكستان له لارې نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.

 د هغه په وينا، له تېرو لسو ورځو په دغه بندر كې ايساره شوې څه باندې زر ټنه وچه مېوه د هېواد د سوېل او شمالي ولايتونو د سوداګرو ده، چې روسيې ته يې صادروي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.