ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې پوليسو له چاودېدونکو توکو ډک موټر ونيوه

16 Jan 2013 - 17:03
16 Jan 2013 - 17:03

لښکرګاه (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩١): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې يې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولى دى.

 د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام پژواک خبري اژانس ته وويل، نن (د مرغومي ٢٧مه) غرمه مهال د لښکرګاه په لشکربازار سيمه کې، پوليسو يو ټونس ډوله موټر، چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د تالاشۍ پرمهال نيولى دى.

 ده زياته کړه، له يادې پېښې سره په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.

 د الهام په وينا، له ياد شوي موټر څخه درې کلاشينکوفونه، ٣١ ګرنېټونه او د پوليسو درې يونيفورمونه هم ترلاسه شوي دي.

 د هغه د معلوماتو له مخې، وروسته موټر ته په سيمه کې د پوليسو او ملي امنيت ځواکونو له لوري چاودنه ورکړل شوه.

 خو د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پوليسو او ملي امنيت ځواکونو په ګډو عملياتو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له يو تن سره نيول شوى دى.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې، په ياده پېښه کې شپږ کلاشينکوفونه او ٦ چاودېدونکي واسکټونه هم ترلاسه شوي دي.

 د سرچينې په وينا، مخالفينو غوښتل چې له يادو چاودېدونکو توکو څخه په يو لړ بريدونو کې کار واخلي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې کشف او له منځه يوړل شول.

 له بلې خوا د هلمند امنيه قوماندان وايي، نن غرمه مهال په سنګين ولسوالۍ کې هم د موټرسايکل بم چاودنه شوې ده.

 دى زياتوي، په دې پېښه کې يو پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

 وسلوالو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تردې دمه څه نه دي ويلي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version