ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى مرستيال والي ونيول شو

10 Apr 2012 - 14:24
10 Apr 2012 - 14:24

لښکرګاه (پژواک ٢٢ ورى ٩١): دکورنيو چارو وزارت په هلمند کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د مرستيال والي د نيولو خبر ورکړى دى.

د کورنيو چارو وزارت له خوا د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسو د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې وړمه ورځ د سيدغلام په نوم د وسلوالو طالبانو يو تش په نوم مرستيال والي، چې په جانان مشهور و، نيولى دى.

سرچينې زياته کړې، چې له نوموړي څخه پوښتنې پيل شوې دي.

بلخوا د هلمند د والي  وياند داوود احمدي پژواك اژانس ته وويل، چې تېر ماښام شپږ نيمې بجې په سنګين ولسوالۍ كې د دولت دوه مخالفين، په يوه فلاينکوچ موټر کې د چاودېدونکو توکو د ځاى پرځاى کولو پر مهال ووژل شول.

هغه زياته کړه،دغو کسانو غوښتل د ورانکاره کړنو د ترسره کولو لپاره په موټر کې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي، چې پرې چاودېدلي او له امله يې دواړه مخالفين وژل شوي دي.

احمدي وايي، په دې پېښه کې، چې د سنګين بازار ته څېرمه رامنځته شوې، دوه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور په ټپي حالت کې پوليسو نيولي دي.

د والي وياند وويل، پرون د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د يوې چاودنې له امله، چې د رېکشې په وسيله ترسره شوه، درې پوليس ټپي شول.

دى وايي، چې ټپي پوليس روغتون ته وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د کورنيو چارو وزارت دا هم ويلي، چې پوليسو د کندهار ښار په لسمه امنيتي حوزه کې يو ځانمرګى بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ سره نيولى دى.

سرچينې دغه راز ويلي، چې د يوسف په نوم يو وسلوال مخالف له هغه وروسته له پوليسو سره د کندهار په ميانشين ولسوالۍ کې يو ځاى شو، چې بل وسلوال مخالف يې وواژه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version