ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګي بريد د ايساف درې ډنمارکي سرتېري ټپيان کړل

author avatar
30 Jan 2014 - 16:42
author avatar
30 Jan 2014 - 16:42

لښکرګاه (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٢): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي بريد له امله درې ډنمارکي سرتېري ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک، د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د ګرشک په يخچال سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يو کاروان د تېرېدو په حال کې و، چې د کرولا موټر په وسيله پرې ځانمرګى بريد شوى دى.

نوموړي په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه درلودل.

 خو په ګرشک ولسوالۍ کې يوې دولتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې په دې بريد کې يو بهرنى سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

له بلې خوا ايساف ځواکونه وايي، چې د هېواد په سوېل کې له يوه بريد څخه خبر شوي دي، خو ويلي يې دي، د خپلې پاليسۍ له مخې نه شي کولى د ټپيانو په اړه معلومات ورکړي.

خو د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د دغه هېواد د دفاع وزارت له خوا د سلواغې په ١٠مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هلمند ولايت کې د ډنمارکي ځواکونو کتار تېرېده، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او چاودنه يې پرې کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې چاودنه کې درې سرتېري ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره نږدې پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو سرچينې د ټپي شويو سرتېرو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، په ياده پېښه کې چې د موټرسايکل بم په واسطه يې کړې، درې بهرنيان وژلي او دوه ټپيان کړي دي.

د يادونې ده، چې ډنمارکي ځواکونه په هلمند ولايت کې مېشت دي او تراوسه يې ٤٠ سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند دغه  راز وايي، چې د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې وسله والو طالبانو يو ماين ځاى پرځاى کاوه، چې پرې چاودېدلى دى.

د ده په خبره، په دې پېښه کې يو طالب وژل شوى او د يوه ١٢ کلن ماشوم په ګډون درې نور ټپيان دي.

وسله طالبانو په دې اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.