کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ له ودانۍ سره نږدې چاودنه شوې ده.
د ګذرې ولسوال نثاراحمد پوپل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه، د ولسوالۍ له ودانۍ سره په څو سوه مترۍ کې رامنځ ته شوې ده.
دوو تنو غوښتل دغه چاودېدونکي توکي، چې په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو، د ولسوالۍ ودانۍ ته د چاودنې لپاره ولېږدوي، چې موخې تر رسېدو مخکې پرې چاودنه رامنځته شوې او دواړه وژل شوي دي.
ولسوال زياته کړه، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د دغو دوو ناپېژاندو کسانو موخه څه وه.
سرچينې په پېښه کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې په دې هکله پلټنې روانې دي.
په ورته وخت کې د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالمجيد، په داسې حال کې چې له دې پېښې څخه يې ډېر معلومات نه درلودل، خو ويې ويل، چې له پلټنو وروسته به د يادې پيښې د مرګ ژوبلې او ويجاړيو کچه څرګنده شي.
د دولت مخالفينو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
ګذره ولسوالۍ د هرات په سوېل کې پرته او د دغه ولايت يوه له لويو ولسواليو ده.
د پېښې نور جزيات به وروسته خپاره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن