ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د موسى کلا په ځانمرګي بريد کې څلور پوليس او درې بريد کوونکي وژل شوي

10 Apr 2012 - 12:26
10 Apr 2012 - 12:26

لښکرګاه (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې د موسى کلا ولسوالۍ په ډله ييز ځانمرګي بريد کې اتو پوليسو ته مرګ ژبله اوښتې او درې بريد کوونکي وژل شوي دي.

دغه پېښه نن (د وري ٢٢مه) له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د موسى کلا ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مخې ته رامنځته شوې ده.

که څه هم د هلمند د والي وياند داوود احمدي په لومړيو کې په دې پېښه کې د اتو پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړى و، خو د هلمند  امنيه قومانداني وايي، چې په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي. 

د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ  پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه كې څلور پوليس او درې بريد كوونكي وژل شوي، د ولسوالۍ د امنيه  قوماندان عبدالولي كوكه  په ګډون څلور پوليس ټپيان  شوي دي.

نوموړى وايي، چې  بريد کوونکي په يوه کرولا موټر کې راغلي وو، دوه ترې پلي شوي وو او درېيم يې له موټر سره ځان ته چاودنه ورکړه.

د فرهنګ په وينا، دوه بريد کوونکي د قوماندانۍ زړې ودانۍ ته ننوتل او پر ځانونو پورې تړليو چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه  ورکړه.

هغه زياتوي، چې په ودانۍ کې د امنيه قوماندان کورنۍ هم مېشته ده، خو هغې ته په دې پېښه کې کوم زيان نه دى اوښتى.

يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې امنيه قوماندان د ايساف په نظامي روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې وه، خو تر اوسه دا خبر په رسمي توګه نه دى تاييد شوى.

د والي وياند داوود احمدي بيا وايي، چې په دې پېښه کې څلور پوليس وژل شوي او د امنيه قوماندان په ګډون پنځه پوليس ټپيان دي.

احمدي وايي، چې په  موسى كلا كې تر لومړنيو  بريدونو وروسته  د پوليسو پر يوه  موټر بله چاودنه هم شوې،  خو تر دغه مهاله يې په اړه جزئيات  نشته.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې اوس هم په ياده سيمه كې جګړه دوام لري او سيمې ته د تازه ورغلو دولتي ځواكونو پر موټرو باندې يې  نورې  چاودنې كړې، چې  په ترڅ كې يې تر دغه مهاله ۴۰ دولتي سرتېري وژل شوي  دي.

نن سهار د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې هم ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې ١١ تنه ووژل شول او تر ٢٠ زيات يې ټپيان کړل.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هوا له ګرمېدو سره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د تاوتريخوالي او نا امنيو پېښې زياتې شوې دي.

تېره اونۍ په فارياب ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د درېيو بهرنيو سرتېرو په ګډون ١٦ تنه ووژل شول او ٣٨ نور ټپي شوي وو.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version