ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په موسى کلا کې بل ځانمرګي بريد درې سيمه ييز پوليس ووژل

10 Apr 2012 - 17:27
10 Apr 2012 - 17:27

لښکرګاه (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې په موسى کلا ولسوالۍ کې په يوه بل ځانمرګي بريد کې درې سيمه ييز پوليس ووژل شول.

د هلمند دوالي وياند داوود احمدي د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تر لومړي ډله ييزبريد دوه ساعته وروسته وشو.

نن له غرمې مخکې د موسى کلا امنيه قوماندانۍ مخې ته ډله ييز ځانمرګي بريدونه وشول، چې د هلمند د ځايي چارواکيو په وينا، څلور پوليس او درې ځانمرګي بريد کوونکي ووژل شول او د ولسوالۍ دامنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي دي.

د والي وياندداوود احمدي وايي،چې د ځانمرګي بريد بله پېښه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې سيمه ييز پوليس د لومړي ډله ييز ځانمرګي بريد د ځپلو په موخه د نورو پوليسو مرستې ته روان وو.

هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکيو توکيو ډک خپل موټر سايکل دسيمه ييزو پوليسو له موټر سره وجنګاوه.

احمدي وايي چې په دې پېښه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي، څلور پوليس او دوه عام وګړي ټپيان شوي دي.

وسلوالو طالبانو ددې بريد مسووليت هم پر غاړه اخيستى دى.

دا  درېيم ځانمرګى بريد و، چې نن په هېواد کې ترسره شو.

نن سهار د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې هم ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې ١١ تنه ووژل شول او تر ٢٠ زيات يې ټپيان کړل.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هوا له ګرمېدو سره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د تاوتريخوالي او نا امنيو پېښې زياتې شوې دي.

تېره اونۍ په فارياب ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د درېيو بهرنيو سرتېرو په ګډون ١٦ تنه ووژل شول او ٣٨ نور ټپيان شوي وو.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version