کابل (پژواک ٢٢ ورى ٩١): نن په هرات او هلمند ولايتونو کې د درېيو ځانمرګو بريدونو له امله ټولټال ١٩ تنه ووژل شول او ٦٧ نور ټپيان شول.
له يادو بريدونو څخه يو نن سهار د هرات د ګذرې ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د سرف ډوله موټر له لارې تر سره شو، چې په يادو بريدونو کې تر ټولو خونړى و.
د هرات ولايت د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګذرې په ځانمرګي بريد کې درې پوليس او ٩ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دى وايي، چې په دې بريد کې درې پوليس او ٥٤ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
هغه وايي چې د دې بريد ټپيان ياد شوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه چا د دې بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
بل ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو د هلمند ولايت د موسى کلا ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ وشو.
د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي، چې په دې بريد کې يوه ځانمرګي د امنيه قوماندانۍ دروازې مخې ته خپل ځان ته چاودنه ورکړه او دوه نور بريدکوونکي د قوماندانۍ ودانۍ ته ننوتل.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دې ډله ييز بريد په پايله کې څلور پوليس او درې واړه بريدکوونکي ووژل شول.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې بريد کې د ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالولي كوكه په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي هم دي.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي وايي، بل ځانمرګى بريد د يو تن له خوا د موټرسايکل له لارې په همدې ولسوالۍ کې د هغو سيمه ييزو پوليسو پر موټر وشو، چې د لومړي ډله ييز بريد د ځپلو په موخه د نورو پوليسو مرستې ته روان وو.
احمدي وايي، چې په دې بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور پوليس او دوه عام وګړي ټپيان دي.
د هلمند د بريدونو مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې په دې بريدونو کې ٤٠ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن