ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د موسی کلا په ځانمرګي برید کې درې بهرني سرتیري وژل شوي

13 May 2013 - 22:25
13 May 2013 - 22:25

کابل ، لښکرګاه (پژواک، ٢٣ غويى ٩٢): د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ په ځانمرګي برید کې درې تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دغویي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نن دافغانستان په سویل کې یې درې سرتیري وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه سرتیري دیوه موټر په وسیله رامنځته شوې چاودنې له امله وژل شوي دي.

خو ایساف په دې خبرپاڼه کې  دوژل شویو سرتیرو او د پيښې کره ځای نه دی په ډاګه کړی، بلخوا د هلمند ولایت  امنيتي مسوولين وايي، چې په موسى کلا ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوی دی.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د موسى کلا په لنډۍ ناوه سيمه کې رامنځ ته شوه.

ده زياته کړه، يوه ځانمرګي بريدکوونکي غوښتل، چې د ګورجستانيو ځواکونو قرارګاه ته ځان ورسوي، خو له رسېدو مخکې يې په لاره کې ځان ته چاودنه ورکړه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يواځې بريدکوونکى وژل شوى او نوره مرګ ژوبله نه لري.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډک يو کرولا موټر يادې قرارګاه ته روان و، چې په لار کې يې چاودنه وکړه.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا دعوه کوي، چې په دې ډله ييز ځانمرګي بريد کې يې تردې دمه (د مازيګر شاوخوا پنځه بجې) ١٧ بريتانويان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي او جګړه لا دوام لري.

باید وویل شي چې په موسی کلا ولسوالۍ کې امریکایي او ګرجستاني سرتیري میشت دي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version