ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې يوه ماشومه او نهه وسلوال وژل شوي

20 Jan 2013 - 11:42
20 Jan 2013 - 11:42

لښکرګاه (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هلمند کې په دوو بېلابېلو پېښو کې يوه ماشومه او نهه وسلوال ووژل شول.

د هلمند د والي وياند احمدځيرک د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازيګر مهال يو وسلوال طالب د ايساف پر پوسته ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې يوه نجلۍ ووژل شوه، چې د لسو کلونو په شاوخوا کې يې عمر درلود.

د هغه په وينا، لومړى نجلۍ ټپي شوه او بيا يې د ايساف په روغتون کې ساه ورکړه او بريد کوونکى د ملي اردو د سرتېرو له خوا له وسلې سره ونيول شو.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې تېره ورځ د نادعلي او مارجې ولسواليو په دښتي سيمو کې د ملي اردو او پوليسو له خوا چاڼيز عمليات تر سره  شول، چې په ترڅ کې يې نهه وسلوال طالبان ووژل شول.

د والي وياند وويل: ((د وژل شوو طالبانو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې  شوي وو او دغه راز درې کلاشېنکوفونه، يوه پيکا او دوه مخابرې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.))

ځيرک وايي، چې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى او عمليات هم په همدې ورځ پاى ته رسېدلي دي.

وسلوالو طالبانو د يادو عملياتو او د وژل شوې نجلۍ په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په نادعلي او سنګين ولسواليو کې يې په بېلابېلو چاودنو او بريدونو کې کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version