ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو ٩ سرتېري ووژل شول

18 Jul 2012 - 14:37
18 Jul 2012 - 14:37

لښکرګاه (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): د هلمند چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو نهه سرتېري او اته وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا نښته تېره ورځ ناوخته په واشير ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې ٩ سرتېري ووژل شول او اووه نور يې ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو سرتېرو مرستې ته يې نور ځواکونه ولېږل، چې د نښتې په ترڅ کې اووه وسلوال ووژل شول.

دغه راز د ياد ولايت په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه په نادعلي ولسوالۍ کې هم د پوليسو او وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو مخالف قوماندان وژل شوى او شپږ ملګري يې له وسلو سره نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او يوه پلاوي د واشير د پېښې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې په واشېر ولسوالۍ کې يې د ملي اردو پر دوو پوستو بريدونه کړي ١٠ سرتېري يې وژلي او يو يې ژوندى بيولى دى.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version