ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د دوو ماين خښوونکو په ګډون څلور تنه ووژل شول

21 Jan 2013 - 15:54
21 Jan 2013 - 15:54

کندوز (پژواک ٢ سلواغه ٩١): د کندوز ولايت په مرکز خان اباد ولسوالۍ کې د عملياتو او چاودنې په ترڅ  کې د دوو ماين خښوونکو په ګډون څلور تنه ووژل شول.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام يادو دوو تنو د ادم خان کلي سړک تر غاړې ماين ځاى پر ځاى کاوه، چې پرې چاودېدلى او په ترڅ کې يې دواړه وژل شوي دي.

هغه وويل، وژل شوي ملا ملنګ او عبدالرووف نوميدل او زياته يې کړه، چې ملا ملنګ د ماينونو په جوړولو کې ځانګړى مهارت درلود او د ماين ايښودو په څو پېښو کې يې لاس درلود.

حسيني زياته کړه، چې دغو وژل شوو کسانو تېر کال هم د کندوز د والي د مرستيال حمدالله دانشي پر موټر ماين چاودنه رامنځته کړې وه، چې له امله يې موټر ويجاړ خو مرستيال والي ته په کې زيان نه و اوښتى.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول په وينا، ملا ملنګ د وسلوالو طالبانو سر ګروپ (ډلمشر) هم و او د کشفي ځواکونو تر جدي څار لاندې و.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل، چې دوى د الوتکې غږ واورېد او يې ليدل چې د خان اباد ولسوالۍ د ادم خان کلي يوه ساحه يې په نښه کړه.

هغه زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو په ياده پېښه کې د څو کسانو له وژلو خبر ورکړى، خو نه پوهېږي، چې وژل شوي څوک دي او د کوم ډول الوتکې په وسيله له منځه تللي دي.

خو د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وويل، د دوى معلومات څرګندوي، چې ياد دوه کسان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې اونۍ وړاندې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ايساف د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يوه طالب قوماندان قاري نورالله په ګډون دوه وسلوال مخالفين ووژل شول او دا په ياد ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې لومړى بريد بلل شوى دى.

په يوه بله پېښه کې  د دولت د دوو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شوى دى.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وويل، چې دغه دوه تنه تېره شپه د کندوز مرکز د کنم خورد په سيمه کې د بهرنيو ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان نورالله او عبيدالله نومېدل او له طالبانو سره يې اړيکې درلودې، چې د هويت معلومولو په اړه يې څېړنې روانې دي.

سرچينې زياته کړه، بهرنيو ځواکونو دوه تنه شکمن، چې د يادې سيمې اوسېدونکي دي له ځان سره وړي دي.

د سيمې اوسېدونکي نورالله هم وويل، چې وژل شوي کسان نه پېژني، خو نيول شوي دوه کسان، چې د سيمې اوسېدونکي دي، پېژني، خو نه پوهېږي، چې له طالبانو سره يې اړيکې درلودې که څنګه.

له بلې خوا ايساف وايي، چې په خان اباد ولسوالۍ کې يې له افغان ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې دوه وسلوال طالبان وژلي، چې په کې د هغوى يو مهم کس محب الله جان هم شامل دى. 

همدارنګه د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کندوز کې د ايساف او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې د طالبانو يو بل غړى (ملنګ ماما) هم وژلى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version