ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې يو طالب ډلمشر ووژل شو

30 Jan 2013 - 14:26
30 Jan 2013 - 14:26

شبرغان-کندز (پژواک ۱۱ سلواغه ۹۱): په جوزجان ولايت کې يو طالب ډلمشر وژل شوى او د طالبانو يو بل غړی له دوو نورو کسانو سره په کندوز کې نيول شوی دی.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ډلمشر ملا نجم الدين نومېده او تېر ماښام د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ په تاش ابخور ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې وژل شوى دى.

هغه وويل، چې ملا  نجم الدين د ملا عبدالقادر سرګروپ و او ملا قادر په جوزجان کې د مخالفينو د سل کسيزې وسلوالې ډلې مشري پر غاړه لري.

غيرت زياته کړه، چې دغو عملياتو څلور ساعته دوام وکړ او په اوږدو کې يې درې نور مخالفين ټپيان شوي، خو پوليسو ته کوم زيان نه دی په کې رسېدلى.

امنيه قوماندان د يو ماين له کشف او شنډولو هم خبر ورکړ، چې د شبرغان ښار د شپېته متره سړک پر غاړه اېښودل شوی و.

هغه وويل، چې دغه ماين د وسلوالو مخالفينو له خوا ځای پر ځای شوی و او غوښتل يې پر امنيتي کسانو يې وچوي.

بلخوا بيا ايساف ځواکونه وايي، چې د طالبانو يو مهم غړی يې  له افغان ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې نيولی دی.

پژواک اژانس ته د ايساف په را رسېدلې خبرپاڼه کې د دغه کس نوم نه دی اخيستل شوی، خو وايي، چې دغه کس ايساف او افغان ځواکونو ته د ماينونو اېښودلو  او بريدونو پلانوونکی و او په ټول کندوز کې يې د ځانمرګو بريدونو لپاره لوژيستيکي او مالي چارې سمبالولې.

ايساف زياته کړې، چې د دغو عملياتو په پايله کې دوه نور شکمن مخالفين هم د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې نيول شوي او څو ميله وسلې يې هم لاس ته ورغلې دي.

خو طالبانو بيا تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده، تېره اونۍ د کندوز پوليسو ويلي وو، چې د ملا ملنګ او عبدالرووف په نومونو دوه وسلوال مخالفين، چې غوښتل يې د خان اباد ولسوالۍ په ادم خان کلي کې ماينونه خښ کړي، د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول، خو سيمه ييزو خلکو ويل، چې دغه کسان د ايساف په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

خو ايساف ويلي و، چې دغه دوه تنه د افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې وژل شوي دي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version