شبرغان (پژواک ۱۳ کب ۹۱): يو پخوانى طالب قوماندان، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شوی و، له خپلو دوو وسله والو سره په جوزجان ولايت کې ووژل شو.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه قوماندان حاجي اسلم نومېده او تېره نيمه شپه د منګجيک ولسوالۍ په چهارچنغوی کلي کې د خپل يوه ساتونکي خيرالله له خوا ووژل شو.
غيرت زياته کړه، چې دغه ساتونکي شپږ نور شکمن وسله وال د حاجي اسلم کور ته رابللي و او د هغوى په مرسته يې د سولې له پروسې سره يو ځای شوی دغه قوماندان وژلی دی.
امنيه قوماندان زياته کړه، چې په دې پېښه کې د حاجي اسلم دوه نور ساتونکي او يو بريدګر هم وژل شوي دي.
د هغه په خبره، خيرالله له خپلو رابللو ملګرو سره يو ځای تښتېدلی، خو پوليسو يې پلټنه پيل کړې ده.
د فارياب امنيه قوماندان زياته کړه، چې حاجي اسلم شپږ مياشتې وړاندې د وسله والو مخالفينو له ليکو نه له خپلو شپږو وسله والو سره يو ځای د سولې له پروسې سره ځای شوی و.
هغه زياته کړه، چې دغه قوماندان څو ځلې د وسله والو مخالفينو تر بريد لاندې راغلی، چې له همدې امله ورته دولت د هغه د ساتنې لپاره د ده له خپلو ملګرو يوه وسله واله ډله ګومارلې وه.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، حاجي اسلم په منګجيک ولسوالۍ کې د اربکيانو قوماندان و او له درېيو ساتونکو سره وژل شوى دی.
خو امنيه قوماندان وويل، چې دوی په دې ولسوالۍ کې د اربکيانو په نوم څوک نه لري.
هغه زياته کړه، چې حاجي اسلم پخوا په منګجيک، خماب، خانقا او اقچه ولسواليو کې د ۱۵۰ وسله والو طالبانو ډلمشر و او له سولې پروسې سره تر يو ځای کېدو وروسته د دولت نږدې همکار و.
د سيمې اوسېدونکي سيف الله هم وويل، چې هغه له څه مودې راهيسې د خلکو د ستونزو په حل کې هلې ځلې کولې او د خلکو او دولت تر منځ يې د پله حيثت يې درلود.
هغه زياته کړه، چې نن سهار پوليسو د هغوى کلی کلابند کړی و او دوی يو مړی ليدلی، چې د سيمې استوګن نه دی.
د ويلو ده، چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې هم د حاجي قادر په نوم طالب قوماندان چې له خپلې ۱۱ کسيزې ډلې سره د سولې له پروسې سره يو ځای شوی و، د وسله والو طالبانو له خوا د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې ووژل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن