شبرغان (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې ناپېژاندو وسلوالو د جوزجان د قوش تېپه ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له يوه ساتونکي سره وواژه.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت د غبرګولي په ١٩ مه پژواک اژانس ته وويل،چې نن سهار شاوخوا اته بجې د قوش تېپه ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له خپل ساتونکي سره په خپل کور کې ناپېژاندو وسلوالو وواژه.
د هغه په وينا، دغه پېښه د قوش تېپه ولسوالۍ د شېربک په سيمه کې د وژل شوي قوماندان په کور کې رامنځ شوه.
نوموړي زياته کړه، چې ياد قوماندان حاجي غلام قادري نومېده او پخوا په سيمه کې د وسلوالو طالبانو سيمه ييز قوماندان و.
د قوماندان په خبره، نوموړى قوماندان يو کال مخکې د سولې له بهير سره يو ځاى شو او له لنډمهال روزنې وروسته په ياده ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وټاکل شو.
غيرت زياته کړه، چې د پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړي، خو په تړاو يې تراوسه څوک نه دي نيولي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن