ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رايې ورکونې پخواني کارتونه د اعتبار وړ دي

23 Jan 2013 - 16:10
23 Jan 2013 - 16:10

کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩١): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايې ورکونې پخواني کارتونه د اعتبار وړ دي او برېښنايي تذکره هم په راتلونکو ټاکنو کې د رايې ورکونې د کارت په توګه کارېدلى شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر ضياء الحق امرخېل نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د دغه کمېسيون د نوي پلان له مخې، په تېرو ټاکنو کې کارول شوي کارتونه د کمېسيون له تاييدپرته د باور وړ دي او هر څوک کولى شي له مخې يې په راتلونکو ټاکنو کې رايه ورکړي.

کمېسيون پخوا تر دې ويل، چې يواځې په هغه صورت کې به پخواني کارتونه د باور وړ وي چې د دغه کمېسيون لخوا تر ټاکنو وړاندې د يوه خاص مېکانيزم له مخې تاييد شي.

د کمېسيون د معلوماتو له مخې، په تېرو ټاکنو کې شاوخوا ١٧ ميليونه کسانو ته د راى ورکونې کارتونه وېشل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، کمېسيون ځکه پخوانيو کارتونو ته د اعتبار ورکولو پرېکړه ونکړه، چې دغو کارتونو ته د بيا اعتبار ورکولو پروسې ٣٠ ميليون ډالرو ته اړتيا لرله.

دى وايي، چې کمېسيون ونه شو کړاى چې دغه پيسې برابرې کړي.

 امرخېل وايي، چې کمېسيون د خپل نوي پلان له مخې ټولو هغو کسانو ته چې د رايې ورکولو کارتونه نه لري او يا هم د عمر له مخې نوى د رايې ورکولو وړ ګرځېدلى وي، کارتونه ورکوي.

 د ده د معلوماتو له مخې، د دغو کارتونو وېش به د راتلونکي کال په غويي مياشت کې پيل شي او په پام کې ده چې شاوخوا ٣ ميليونه کسانو ته ورکړل شي.

دى وايي، چې د دغو کارتونو پر وېش له ١٥ تر ٢٠ ميليون امريکايي ډالره لګښت راځي چې کمېسيون يې په خپله بوديجه کې لري.

د امرخېل په خبره، کمېسيون غواړي په ولايتونو او ولسواليو کې دفترونه پرانيزي او له لارې يې د دوو مياشتو لپاره پر شرايطو وړ کسانو ته کارتونه ورکړي.

دى وايي، چې که په کومې ولسوالۍ کې دا مهال د امنيتي ستونزو له مخې د کارتونو وېشل ممکن نه وي نو کمېسيون به تر ټاکنو دوې اونۍ وړاندې د هغې سيمې خلکو ته کارتونه ووېشي.

امرخېل وويل، چې د برېښنايي تذکرو له مخې هم خلک کولى شي په راتلونکو ټاکنو کې رايه ورکړي.

د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ويلي، چې د هېواد اتباعو ته به د الکترونکي تذکرو وېش د راتلونکي کال په وري مياشت کې پيل کړي.

يوناما د کورنيو چارو وزارت د يوه مسوول په حواله ويلي، اټکل کېږي چې د ٥ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت، په ١٣٩٢ کال کې دوه ميليونه کسانو ته برېښنايي تذکرې ووېشل شي.

دغه چارواکي همداراز ويلي، که اړينې پيسې برابرې شي، نو په لومړيو شپږو مياشتو کې به هره ورځ ٥٠ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې ووېشل شي. دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې برېښنايي تذکرې وېشل کېږي.

ټاکل شوې، چې د ١٣٩٣ کال د وري مياشتې په ١٦مه په هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

د کمېسيون د دارلانشا مشر، د ټاکنو د روڼوالي لپاره د امنيت ټينګښت تر ټولو مهم وباله او له امنيتي ارګانونو يې وغوښتل، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د رايو ورکولو د سيمو امنيت تامين کړي.

 ده وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايې ورکولو د ٧٠٠٠ مرکزونو لېست جوړ کړى او په پام کې لري چې په راتلونکي کب مياشت کې يې له امنيتي ارګانونو سره شريک کړي.

ده وويل، چې امنيتي ارګانونه بايد په څلورو مياشتو کې له دغو سيمو خپله ارزونه کمېسيون ته وړاندې کړي تر څو له مخې يې کمېسيون خپل پلانونه جوړ کړي.

د امرخېل همداراز د رڼو ټاکنو لپاره له کمېسيون سره د حکومت، ديني علماوو، مدني ټولنې او د سياسي ګوندونو د استازو مرسته او همکاري اړينه وبلله.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، کمېسيون په پام کې لري، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره هغه پخواني کارکوونکي بيا پر دندو ونه ګوماري چې تېر ځل په درغليو تورن و او يا يې په مرکزونو کې درغلۍ شوې وې.

ده وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له تېرو تجربو په ګټې اخيستو هڅه کوي څو د تېرو ټاکنو ستونزې تکرار نه شي.

هغه زياته کړه: “د ټاکنو خپلواک کمېسيون اوس پوره تجربه او ظرفيت لري، دا افغاني ټاکنې دي، نظام د افغانستان ته ضرورت دى، چې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړي، اما يو شى بايد واضح وي، يوه همکاري ده او يوه مداخله ده، همکاري بايد له مداخلي سره تفکيک ولري، هيله مو د افغانستان له نظام او نورو دا ده چې همکاري وکړي، نه مداخله زموږ په کارونو کې.”

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version