ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د کرکټ دوو لوبډلو بریاوې خپلې کړې

26 Jan 2013 - 19:03
26 Jan 2013 - 19:03

کابل ( پژواک ۷ سلواغه ۹۱ ) د افغانستان کرکټ بورډ ACBXI لوبډلې په لاهور او د کابل – کندز بازانو په نامه لوبډلې د متحده عربي اماراتو خپلو سیالانو ته په ماتو ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

 د افغانستان کرکټ بورډ  درسنیو  امر فرید هوتک د سلواغې په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې کرکټ بورډ  لخوا د کرکټ ۲۲  کسیزه لوبډله سکاټلینډ سره د انټرکانټینټآل سیالیو ته د تمریناتو په موخه د ګاونډي هیواد پاکستان لاهور ښارته استولې ده.

هغه زیاته کړه چې ددې تمریناتو پر مهال دافغانستان بیلا بیلې لوبډلې د پاکستان دالف لوبډلې او یو شمیر نورو ځایی لوبډلو سره دوستانه او تمریناتي لوبې ترسره کوي.

نوموړي وویل چې ددې لوبو په ترڅ کې نن دافغانستان کرکټ بورډ یوولس کسیزې لوبډلې ACBXI  د لاهور ښار د ځوانانو سلېم لوبډلې سره پنځوس اووریزه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

ملي لوبغاړی میرویس اشرف ددې لوبډلې مشري کوله او په دې لوبډله کې یو شمیر نویو او ځوانو لوبغاړو ته د بیلګې په توګه فضل نیازي، رحمت شاه، حمزه هوتک، یمین احمدزی، افسر ځاځی، ناصر جمال، نجیب ځدران او جاوید احمدي ته د لوبیدو چانس ورکړل شوی و.

د لوبې پچه (ټاس)  د لاهور د ځوانانو سلېم لوبډلې وګټله او د توپوهنې (بټینګ) پریکړه یی وکړه دوی په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې او د  افغان کرکټ بورډ لوبډلې ته یی  د ۲۱۷ منډو هدف کیښود.

د افغان کرکټ بورډ لوبډلې له لوري فضل نیازي درې ، میرویس اشرف، حمزه هوتک او یمین احمدزي د سیالې لوبډلې دوه دوه او جاوید احمدي یو لوبغاړي  لوبغاړي وسوځول.

 په ځواب کې افغان کرکټ بورډ لوبډلې وشوکړای چې ورکړل شوی هدف  په ورستي پنځوسم اوور کې داوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه پخپله بریا پای ته ورسوي.

د افغانستان له لوري په توپوهنه ( بټینک)کې میرویس اشرف ۵۰ ، ناصر جمال ۶۲ او افسر ځاځي ۴۰  منډې جوړې کړې.

دیادونې وړ ده چې دافغانستان لوبډله پرون د لاهور یوې بلې لوبډلې ته ماتې ورکړه، ټاکل شوې ده، چې افغانستان په سفر کې ۱۳ لوبې ترسره کړي چې شپږ لوبې به یې د پاکستان د ملي تلویزیون ( پي ټي وي) لخوا په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

دیوه بل خبر له مخې دافغانستان د کابل – کندز بازانو په نامه یوه لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په شل اووریزو سیالیو کې ګډون کوي.

په شارجه کې دیادې لوبډلې روزونکی حاجي عزیزالله دټیلیفون په لیکه پژواک اژانس ته وویل چې کابل کندز بازانونن خپله دویمه لوبه د اماراتو د بتار سي سي په نامه لوبډلې سره ترسره کړه.

د هغه په وینا، بازانو  لومړۍ لوبه  وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې  د اوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۲ منډې وکړې او سیالې ډلې ته یې د ۱۴۳ منډو هدف کیښود.

د بازانو لخوا نواب عمرزي تر ټولو ښه لوبه وکړه او ۵۰ منډې یې جوړې کړې.

د بتار سي سي لوبډله ونه شوه کړای چې هدف ترلاسه کړي  او لوبه د بازانو په بریا پای ته ورسیده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version