اسعداباد (پژواک ١٠ سلواغه ٩١): د کونړ ولايت امنيې قوماندانۍ ٢٥ ميله سپکه او درنه وسله د سلواغې په ١٠مه ډاياګ پروګرام ته وسپارله.
امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمدنذيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو وسلو کې څلور راکټونه، څلور پيکاوې، څلور کلاشنکوفونه او ١٣ نور ټوپک شامل دي.
هغه زياته کړه، چې پوليسو دا وسلې د ولسمشر د حکم له مخې له شخصي امنيتي او ساختماني کمپنيو، له ناقانونه وسلوالو او د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کی ترلاسه کړې وې.
د نوموړي په وينا، دا وسلې يې نن د يوه پروګرام په ترڅ کې د ډاياګ مسوولينو ته وسپارلې.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د وسلو سپارلو پر مهال پژواک اژ انس ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه به د ولسمشر د فرمان د پلي کولو په موخه له ټولو هغو خلکو وسلې راټولې کړي چې امنيت ته ګواښ دي.
د هغه په وينا، تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ٤٤٠ ميله وسلې راټولې او ډاياګ ته سپارل شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن