ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار هوايي ډګر کې د ٧٩،٣٥ ميليونو يورو په ارزښت پروژې پلې شوې

30 Jan 2013 - 17:42
30 Jan 2013 - 17:42

 کندهار ښار (پژواک ١١ سلواغه ٩١): په کندهار نړيوال هوايي ډګر کې د ٧٩،٣٥ ميليونه يورو په لګښت پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې، چې ورسره په دغه هوايي ډګر کې ګڼې اسانتياوې را منځ ته شوې.

 د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير داود علي نجفي نن د سلواغې په ١١مه، کندهار ته د خپل سفر پر مهال وويل، چې په دغو پروژو کې، په هوايي ډګر کې د الوتنو لپاره يوه ځغاست ليکه (ځغاست ليکه) هم شامله ده، چې په دولس نيم ميليونه يورو جوړه شوې ده.

 هغه زياته کړه، دغه ځغاست ليکه د امريکا له خوا جوړه شوې او د مسوليتونو د لېږد د پروسې په ترڅ کې هغوى سپارل شوې، چې په ملکي برخه کې به ترې ګټه واخلي.

 هغه د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا سره په ګډه خبري ناسته کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې يې په کندهار هوايي ډګر کې د شا و خوا ٧٩،٣٥ ميليونه يورو په لګښت بېلا بېلې پروژې بشپړې کړې دي.

 نوموړي زياته کړه، په دغو پروژو کې د الو تکو لپاره دوه پارکېنګونه، ځغاست ليکه، سړکونه، ټرمينل، د بايو ميټريک او سکېنر د ماشينونو نصبول او نورې دې ته ورته پروژې شاملې دي، چې د مسافرينو لپاره يې ګڼې اسانتياوې را منځ ته کړې دي.

 نجفي وايي، په پلان کې لري، چې په راتلونکې کال کې نورې پروژې هم په ياد هوايي ډګر کې پلې کړي او دغه هوايي ډګر پر نړيوال معيار برابر کړي.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، دا يو ښه ګام وباله، چې رون وې دا مهال ولايتي ادارې ته سپارل کېږي.

 هغه هم وويل، چې دغه ګام افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد د پروسې له مخې تر سره کېږي.

 د کندهار هوايي ډګر امر احمد الله فيضي وويل، چې په دغه هوايي ډګر کې ډېرې د بيا رغونې پروژې د ولايتي ادارې په هلو ځلو تر سره شوې دي، خو په نوي کال کې د اړوند وزارت له خوا ورسره ژمنه شوې، چې د هوايي ډګر لويه دروازه په نړيوال معيار جوړه کړي.

 هغه زياته کړه، په دغه کال کې به په هوايي ډګر کې د اور وژنې سيسټم او د تېلو زېرمې هم ورغول شي.

 د کندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه هره مياشت شاوخوا درې سوه الوتنې کېږي، چې ٣٥ يې بهرنۍ وي او په دې وروستيو کې يې عوايد هم زيات شوي دي.

 دغه هوايي ډګر په ١٣٣٩ لمريز کال کې جوړ شوى دى، چې هغه مهال په سيمه کې يوازينى نړيوال هوايي ډګر ګڼل کېده.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version