ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار هوايي ډګر کې د ٧٩ ميليونه يورو په ارزښت بيارغونې کارونه شوي

29 Mar 2014 - 16:57
29 Mar 2014 - 16:57

کندهار ( پژواک، ٩ ورى ٩٣ ) : د کندهار هوايي ډګر مسوولين وايي، چې د تېرو درېيو کلونو په اوږدو کې يې په دغه هوايي ډګر کې د ٧٩ ميليونه يورور په ارزښت د بيارغونې چارې تر سره کړې دي.

احمد الله فيضي د کندهار هوايي ډګر امر د ولايتي مقام په مطبوعاتي دفتر کې جوړې شوې خبري غونډې ته وويل، چې په هوايي ډګر کې د بيارغونې او پرمختيا کارونه د ملي سوداګرو او مرستندويه ادارو په مرسته شوي دي.

هغه زياته کړه، دا مهال يې هوايي ډګر تر ډېره بريده په نړيوال سټنډرډ برابر کړى او ډېر ژر به د نړۍ د پرمختللو هوايي ډګرونو په کتار کې شامل شي.

ده وويل، په کندهار هوايي ډګر کې د ايساف ځواکونو په مالي لګښت د ٨،٣ ميليونه يورو په لګښت ترافيک او مخابرې يو ټاور، د ١٤،٥ ميليونه يورو په لګښت د الوتکو لپاره دوه پارکينګونه، د ١٢،٥ ميليونه يورو په لګښت يوه فوکسر ورټ ټکسي ځغاستليکه، د ١١.٥ ميليونه يورو په ارزښت يوه ګلف ټکسي ځغاستليکه، د ٤ ميليونه يورو په ارزښت د ځغاستليکې دواړو خواوو ته په پاخه او اساسي ډول بای پاس سړکونه او د ٤ ميليونه يورو په ارزښت ټکسي ځغاستليکه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.

فيضي زياته کړه، د کاناډ هېواد د ٣ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ترمينل په دروازه، د کارګو په ودانۍ او ترمينل کې دننه درې پايې اکسرې ماشينونه نصب شوي، چې د خلکو د تګ راتګ او د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې يې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

نوموړي دغه راز د امريکا د متحده ايالاتو په مرسته د ١٠٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د مسافرينو د سامانونو د پلټنې په موخه د يوه بل اکسرې ماشين د نصب خبر هم ورکړ.

د کندهار هوايي ډګر امر د يو شمېر ملي سوداګرو يادونه هم وکړه، چې په مالي مرسته يې د هوايي ډګر اړوند ځينې د بيارغونې کارونه شوي دي.

هغه وويل، د ملي سوداګر عبدالجبار له خوا د ٢٢٠٠٠ امريکايي ډالرو په ارزښت د کندهار د هوايي ډګر سايوانونه له سره پلستر او رنګ شوي، دغه راز د ملي سوداګر حاجي جلال اغا له خوا د ٢١٠٠٠ امريکايي ډالرو په مالي لګښت ١٢ ښيښه يي دروازې هم په هوايي ډګر کې لګول شوي دي.

فيضي په هوايي ډګر کې د څلور زره ټنه تېلو په ظرفيت د تېلو د يوې زېرمې د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې په دې سره به پر بهرنيو الوتکو تېل پلورل کېږي چې ورسره سم به د هوايي ډګر په عوايدو کې د پام وړ زياتوالى راشي.

ده وويل ، په پلان کې لري، کندهار نړيوال هوايي ډګر په راتلونکو دوو کلونو کې د هېواد په کچه په يوه ستر سوداګريز مرکز بدل کړي، چې له مخې به يې سوداګريز توکي له افغانستان څخه نورې نړۍ او له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان ته معيارونو سره سم لېږدول کېږي.

څو ورځې وړاندې د هوايي چلند اړوند ځينو مسوولين د کندهار له والي سره په ليدنه کې ويلي وو چې په دغه ولايت کې به د هېواد له کچه د الوتکو ترميم ځاى جوړوي او دغه راز به د افغان جيټ په نوم يو نوى شرکت له کندهار څخه کابل او ځينو نورو ښارونو ته الوتنې پيلوي.

فيضي په کندهار کي د ټولو الوتکو د ترميم لپاره د يو ځانګړي ورکشاپ پرانيستل د لويو لاسته راوړنو په توګه ياد کړل او يادونه يې وکړه چې په مرسته به يې کورنۍ ټولې الوتکي د بهرنيو هېوادونو پر ځای په کندهار کې ترميم کېږي.

کندهار هوايي ډګر د هېواد په کچه دويم نړيوال هوايي ډګر ګڼل کېږي، د جغرافيايي موقعيت له مخې د خارجي الوتنو لپاره ډېر مهم دی.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version