ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار هوايي ډګر مياشتني عوايد ٣٠٠زره ډالرو ته لوړ شوي

17 Nov 2011 - 15:31
17 Nov 2011 - 15:31

کندهار (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کې تېر کال د ١٨ ميليونه ډالرو په لګښت د بيارغونې کارونه شوي او مياشتني عوايد يې ٣٠٠ زره ډالرو ته لوړ شوي دي.

د کندهار د نړيوال هوايي ډګر عمومي امر احمدالله فيضي دغه څرګندونې نن (د لړم ٢٥مه) د کندهار ولايت د رسنيو د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وکړې.

احمد الله فيضي وويل، چې په کندهار هوايي ډګر کې يې د ميليونونو ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړې، چې يو شمېر يې بشپړې شوې او پر ځينو نورو کار روان دى.

هغه زياته کړه، په کندهار هوايي ډګر کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت بايو ميتريک سيسټم، د پاسپورټ د سکن کولو ماشين او امنيتي کمرې لګول شوې، تر څو د هوايي ډګر ښه څارنه وشي او د مسافرو تګ راتګ اسانه شي.

د نوموړي په وينا، د ١،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د کارګو د تلاشۍ په موخه يوه عراده ګرځنده موټر سکېنر هم اخيستل شوى، چې د چلولو او څارلو چارې يې د سرحدي پوليسو پر غاړه دي.

دى وايي، د ياد شوي موټر سکېنر په وسيله اوس دا اسانه شوې، چې د کندهار د کروندګرو محصولات او تازه مېوې په لنډ وخت کې تلاشي او د هوا له لارې بهرنيو هېوادونو ته ولېږدول شي.

ده وويل، تر دې وړاندې به د سوداګريزو توکو د معاينې او کتلو لپاره د ايساف ځواکونو له سامان الاتو کار اخيستل کېده، چې يو يو کارتن به يې سکن کاوه او ساعتونه وخت به يې نيوه او هم به مېوو او نورو توکو ته زيان رسېده، خو اوس دغه کار د همدغه سکينر په وسيله په څو دقيقو کې کېږي.

هغه زياته کړه: ((په همدغه بنسټ تر څلوېښتو کلونو وروسته سږ کال د لومړي ځل لپاره له کندهار ولايت څخه د همدغه هوايي ډګر له لارې سل ټنه وچه او لنده مېوه، چې په کې خټکي، انځر، انار، زيره او نور شامل وو؛ متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شول.))

دى دغه راز وايي، چې له کندهار څخه بهر ته د مېوو د لېږد په برخه کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID په مالي لګښت به د وچې او لندې مېوې د ساتنې په موخه يو سوړ ساتنځى هم ډېر ژر جوړ شي.

د کندهار د هوايي ډګر امر دغه راز وويل، چې له ترمينل څخه بيا د هوايي ډګر تر عمومي دروازې، چې د کندهار_سپين بولدک پر لويه لاره موقيعت لري، د ٣ ميليونه امريکاي ډالرو په ارزښت د ١،٥ کيلومتره سړک د رغولو کار پيل شوى، چې ٩٥ سلنه چارې يې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

هغه دغه راز زياته کړه، چې د کندهار هوايي ډګر د رڼا کولو او ماشينونو د چلولو په موخه د ٤٥ زره امريکايي ډالرو په ارزښت درې پايې دېرش کيلو واټه جنراټورونه هم اخيستل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د ١٢ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ١٠٥٠٠ مربع فټ ټکسوې د جوړولو کار هم په پلان کې دى، چې ډېر ژر به پيل شي.

د ده په خبره، د رن وې (ځغاستليکې) تر څنګ به د ټکسوې په جوړېدو سره دا اسانتيا رامنځته شي، چې پر يوه وخت به څو الوتکې کولاى شي په بېلابېلو ځايونو کې پارک شي.

فيضي د کندهار هوايي ډګر د عوايدو په اړه وويل، چې په تېر کال کې مياشتني عوايد ٥٩زره امريکايي ډالر وو، خو په روان کال کې مياشتني عوايد ٣٠٠زره امريکايي ډالرو ته لوړ شوي دي.

د نوموړي په وينا، د عوايدو لوړېدل د الوتنو د شمېر د زياتېدو له امله دي، چې تېر کال په يوه مياشت کې له کندهار هوايي ډګر څخه د الوتنو شمېر ٩٤ و، خو روان کال په يوه مياشت کې د الوتنو شمېر ٣٣٥ ته پورته شوى دى.

هغه په روان کال کې له کندهار هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد په اړه وويل، چې د سوېلي حوزې د بېلابېلو ولايتونو ٣١٤٣ حاجيان يې په ١٥ الوتکو کې له پوره اسانتياوو سره يو ځاى ولېږدول، چې د بېرته راتګ چارې به يې هم په ښه توګه ترسره شي.

د کندهار د هوايي ډګر امر د راتلونکي ١٣٩١ لمريز کال د پلانونو په اړه وويل، چې د درېيو ميليونو ډالرو په ارزښت د هوايي ډګر د عمومي دروازې جوړول تر کار لاندې دي.

هغه زياته کړه، د کندهار هوايي ډګر لپاره ماسټر پلان جوړول، د الوتکو د درېدو لپاره د پارک پراخول او د هوايي ډګر د غصب شويو ملکيتونو د بېرته ترلاسه کولو کارونه د راتلونکي کال د پلان عمده برخې جوړوي.

کندهار هوايي ډګر ٧٠ کاله مخکې جوړ شوى، چې په منځنۍ اسيا کې تر ټولو لوى هوايي ډګر ګڼل کېده.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version