ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنيتي ځواکونه له مازيګر وروسته خپلې سيمې پرېږدي”

2 Feb 2013 - 17:13
2 Feb 2013 - 17:13

کابل ( پژواک ١٤ سلواغه ٩١ ) : د امنيتي مسوولينو د لېږد کمېسيون مشر وايي، تر مازيګر وروسته په ډېرو سيمو کې امنيتي ځواکونه خپلې سيمې پرېږدي.

د امنيتي مسوولينو د لېږد کمېسيون مشر دغه څرګندونې د سلواغې په ١٤مه، کابل کې د ميدان وردګو او لوګر ولايتونو د امنيتي حالت د څېړلو په موخه د يوې غونډې پر مهال وکړې.

په دې غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي، د ميدان وردګو او لوګر واليانو، ملکي او پوځي چارواکو برخه اخيستې وه.

ډاکټر اشرف غني يادې غونډې ته په ډاګه کړه، چې په ملي امنيتي ځواکونو کې سياسي مداخلو او د کاري وړتيا نه شتون، ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((خلک شکايت کوي چې له مازيګر وروسته امنيتي ځواکونه په خپلو سيمو کې شتون نه لري او خپلې سيمې پرېږدي.))

نوموړي د نيوکې په ترڅ کې په ډاګه کړه، چې پر ملي ځواکونو لګښتونه ډېر شوي، خو څه ډول چې لازمه وه، امنيت يې نه دى ټينګ کړى.

د امنيتي مسوولينو د لېږد کمېسيون مشر، له امنيتي چارواکو وغوښتل چې د ناامنيو په اړه د خلکو شکايتونو ته ځواب ووايي او په دې اړه سپيناوى وکړي.

 

هغه له ملکي او پوځي مسوولينو وغوښتل چې خپله ستونزې په ډاګه کړي، څو ولسمشر او نورو چارواکو سره يې شريکې کړي.

 

تېره اونۍ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د هېواد د ملي امنيت شورا په غونډه کې د لوګر او ميدان ورګوپر امنيتي وضعې خبرې شوې وې او سپارښتنه شوې وه، چې دولتي پلاوي دې له دې ولايتونو څخه ليدنې وکړي او امنيت دې يې وڅېړل شي. 

 

اشرف غني په يادو ولايتونو کې شته ناامني تاييد کړه او غوښتنه يې وکړه، چې امنيتي ارګانونه بايد په دې ولايتونو کې لازم اقدامات وکړي.

 

خو د لوګر والي اقبال عزيزي، نن سهار په پل علم کې د سيمه ييزو ارګانونو راغلي پلاوي ته په دې ولايت کې د ښه امنيت ډاډ ورکړ.

 

هغه زياته کړه، په دې ولايت کې ٨٠ سلنه امنيت ښه شوى او په دې برخه کې د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

 

خو د ميدان وردګو والي عبدالمجيدخان خوګياڼي بيا په خپل ولايت کې شته ناامنۍ تاييد کړې.

 

نوموړي زياته کړه، په دې ولايت کې امنيتي تشکيل کم دى او په کم تشکيل دوى نه شي کولى، په ولسواليو او لويو لارو کې بشپړ امنيت ټينګ کړي.

 

والي دغه راز وويل، په دې ولايت کې د کوچيانو او هزاره وو شخړه هم لويه ستونزه ده او ادعا يې وکړه، چې دې شخړې ته بهرنى هېواد لمن وهي، خو د کوم هېواد نوم يې وانخيست.

 

هغه ګواښ وکړ، که چېرې مرکزي دې ولايت ته حکومت سمه پاملرنه ونه کړي، نو ډېر ژر به د دې ولايت ناامني د کابل امنيت هم خراب کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version