ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايسا: انسان تښتونه د هېواد پر صنعت او اقتصاد بده اغېزه پرېباسي

2 Feb 2013 - 15:50
2 Feb 2013 - 15:50

کابل (پژواک ١٤ سلواغې ٩١): د افغانستان له پانګونې د ملاتړ اداره، په هرات کې د يوه توليدي شرکت د څښتن د زوى د وژنې په تړاو، د پانګه اچوونکو د امنيت د ټينګښت غوښتونکې شوه او وايي، چې ناامني په سوداګريزو چارو بده اغېزه اچولى شي.

درې ورځې وړاندې د نوروزي د المونيم شرکت د څښتن نصيراحمد نوروزي زوى علي سينا نوروزي مړى، چې نيمه مياشت مخکې په هرات ښار کې تښتول شوى و، د هرات په انجيل ولسوالۍ کې په داسې حال کې موندل شوى، چې پښې او لاسونه يې تړل شوي وو او د سر په برخه کې په مرمۍ ويشتل شوى و.

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (ايسا) مشر وفي الله افتخار نن په کابل کې په يوه ناسته کې وويل، چې هرات د هېواد لوى صنعتي ښار دى، خو له بده مرغه په دې وروستيو کې د سوداګرو د اولادونو د برمته کولو شاهد و او سوداګر د برمته کوونکو قرباني کېږي.

هغه وويل، چې انسان تښتونه او ناامني د هېواد په ټولو برخو کې ناوړه اغېز لري او د سوداګرو او پانګه اچونې د زړه ماتېدو لامل کېږي.

افتخار له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې سوداګرو او خصوصي سکتور ته د فعاليت او کار پوره زمينه برابره کړي؛ ځکه د امنيت نشتوالى د دې لامل کېږي، چې سوداګر په خلاص زړه خپل کارونه ترسره نه کړي، چې دغه کار د خلکو په ژوند او اقتصادي ډګر کې يوه لويه ننګونه ده.

د ايسا مشر وويل، دغه کار نه يوازې په اشخاصو، بلکې د هېواد په اقتصاد او صنعت هم بده اغېزه کوي او د خلکو د ډار او وېرې لامل کېږي او دولت بايد انسان تښتوونکو ته سخته سزا ورکړي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي، چې په نننۍ ناسته کې يې شتون درلود وويل، چې د دغه ماشوم د وژنې په اړه يې د دوو ښځو په ګډون دوولس کسان نيولي، چې د دوى له ډلې څخه يې دوو تنو پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

صديقي زياته کړه، چې د دې وژنې عاملين به په سخته جزا محکوم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي په دې اړه د ماشوم له پلار او د هرات له والي سره ټيلېفوني خبرې کړې او په دې هکله يې سترې محکمې ته هم لارښوونه کړې، چې د هېواد نافذه قوانينو او احکامو په چوکاټ کې د ماشوم قاتلانو ته سخته جزا ورکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې دغه وزارت د پانګه اچوونکو او سوداګرو فعاليتونو د لا پراختيا او امنيت ساتلو ته ژمن دى.

صديقي زياته کړه، چې د خصوصي سکتور او سوداګرو د امنيت ساتلو لپاره يې له يونيم کال راپه دېخوا ځانګړي ځواکونه روزلي، چې دغو ځواکونو ښې لاس ته راوړنې هم درلودې.

هغه د صنعت کارانو له کړنو ستاينه وکړه، خو له سوداګرو يې وغوښتل، چې خپلې ټولې شته ستونزې له امنيتي ځواکونو سره شريکې کړي او له هغه پرته به سوداګر له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي او سوداګر بايد د خپلو ساتونکو ګومارل هم له کورنيو چارو وزارت سره شريک کړي.

د ويلو ده، د علي سينا کورنۍ وايي، چې ماشوم يې د پلار د ساتونکي له خوا برمته او وژل شوى دى.

همدارنګه نن په عين وخت کې د هرات زرګونو کسانو د ماشوم د وژلو په اعتراض کې لاريون وکړ او د هرات ښار بېلابېلو اصنافو هم په کاري اعتصاب لاس پورې کړى؛ لاريون کوونکو او د ماشوم کورنۍ هم غوښتنه کړې، چې د پېښې عاملين دې په دار وځړول شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version