هرات ښار (پژواک ٢٠ کب ٩١): د هرات د انجيل ولسوالۍ امنيه قوماندان له درېيو نورو کسانو سره د علي سينا د تښتونې په تور احضار شوى دى.
ناپېژانده کسانو د هرات د يوه سوداګر محمدنصير نوروزي اته کلن زوى علي سينا تېره مياشت له تښتولو وروستو وواژه، چې بيا د دې پېښې په غبرګون کې په هرات کې يو شمېر لاريونونه هم وشول.
له دې وژنې سره په تړاو امنيتي ادارو له لسو څخه اته کسان نيولي او تېره اونۍ لومړنۍ محکمې دوو تنو ته د اعدام او شپږو نورو ته له ٦ څخه تر ٢٠ کلونو د بند سزا واوروله.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د کب په ٢٠مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د علي سينا د پلار په شکايت د انجيل ولسوالۍ امنيه قوماندان له دوو پوليسو او يوه بل تن سره احضار شوى دى.
هغه زياته کړه: ((امنيه قوماندان او درې نور کسان په امنيه قوماندانۍ کې تر توقيف لاندې دي، خو مدعي تر اوسه د علي سينا په تښتونه کې د دوى د لاس لرلو په اړه شواهد نه دي وړاندې کړي.))
د نوموړي په وينا، که چېرې د علي سينا پلار ثبوت او شواهد وړاندې نه کړي، نو دغه کسان به بېرته خوشې شي.
ساپي دغه راز وويل، چې پوليسو په انجيل ولسوالۍ او د ښار په بېلابېلو سيمو کې ٦ تنه نور شکمن د بېلابېلو جرمي پېښو په تور نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ د هرات ولايت زرګونو اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې انسان تښتونکو ته د اعدام د سزا د عملي کولو غوښتنه وکړه.
غونډې ويل، پر ټولو تښتونکو، په ځانګړې توګه د اته کلن علي سينا پر قاتلينو دې، چې محکمې پرې د اعدام حکم کړى، پلې شي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن