ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات خلک: پر انسان تښتونکو دې د اعدام سزا پلې شي

هرات ښار (پژواک ١٢ کب ٩١): د هرات ولايت زرګونو اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې انسان تښتونکو ته د اعدام د سزا د عملي کولو غوښتنه وکړه.

دا غونډه، چې په کې شاوخوا شلو زرو کسانو برخه اخيستې وه، نن (د کب ١٢مه) د هرات ولايت مخې ته جوړه شوې وه.

غونډې ويل، پر ټولو تښتونکو، په ځانګړې توګه د اته کلن علي سينا پر قاتلينو دې، چې محکمې د اعدام پرېکړه کړې، پلې شي.

دغه غونډه، چې په ترڅ کې يې د علي سينا فاتحه هم واخيستل شوه او خيرات هم وشو، د هرات د خلکو د ټولنې په نوم د يوه مدني بنسټ له لوري جوړه شوې وه، چې د هرات په کچه يوه له لويو غونډو څخه ګڼل کېږي.

د يادې ټولنې يوه سمبالوونکي او د هرات د صنعتګرو ټولنې رييس عبدالله خادم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې غونډې يې موخه دا وه، څو د خلکو ستونزو او امنيت ته د حکومت پاملرنه واړوي او د اختطافونو مخه ونيسي.

شاوخوا درې اونۍ مخکې په هرات کې د يوه سوداګر محمدنصير نوروزي زوی اته کلن علي سينا انسان تښتونکو تر تښتولو وروسته وواژه، چې د دې پېښې په غبرګون کې په هرات کې يو شمېر لاريونونه هم وشول.

له دې پېښې سره په تړاو حکومت له لسو څخه اته کسان نيولي او تېره اونۍ لومړنۍ محکمې دوو تنو ته د اعدام او شپږو نورو ته له ٦ څخه تر ٢٠ کلونو د بند پرېکړه واوروله.

د نن ورځې غونډې ګډونوالو، چې د ماشوم علي سينا انځورونه يې هم له ځانه سره نيولي وو، د محکمې د پرېکړې د تر ژر تر ژره پلي کولو غوښتنه کوله.

خو د هرات د لومړنۍ محکمې مشر قضاوتمل غلام رسول منصور وايي، چې تورن کسان له ځانه د دفاع حق لري او د درې ګونو محکمو تر پرېکړې وروسته به وروستۍ پرېکړې پرې پلې کېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version