غزني ښار (پژواک ۱۷ سلواغه ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې اته سيمه ييز پوليس مسموم شوي دي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د سلواغلې په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پوليس تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ د پاينده محمد په کلي کې مسموم شوي وو.
د هغه په وينا، په يوه امنيتي پوسته کې مسموم شوي دغه پوليس نورو سيمه ييزو پوليسو د ګزمې پر مهال ليدلي وو، چې وروسته يې د غزني ملکي روغتون ته ولېږدول.
نوموړي زياته کړه، چې مسموم شوي پوليس له درملنې وروسته روغ او بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
ولسوال وايي: ((دغه پوليس د يو ډول بوى ناکه سپرې، چې دغې پوستې ته راوړل شوې وه، مسموم شوي وو.))
خو د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام دوى ته اته سيمه ييز پوليس، چې د خوړو له امله مسموم شوي وو، ور وړل شول.
د ده په خبره، له معايناتو څرګنده شوه، چې دغو پوليسو ته چا په خوړو کې سمي مواد ګډ کړي وو.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى تېره ورځ په ياده سيمه کې سيمه ييزو پوليسو ته په ډوډۍ کې زهرجن مواد اچولي وو، چې له امله يې دوه پوليس مړه شوي او پنځه نور د کوما په حالت کې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن