ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور پوليس ووژل شول او لس سيمه ييز پوليس مسموم شوي

څلور پوليس ووژل شول او لس سيمه ييز پوليس مسموم شوي

author avatar
12 May 2012 - 14:23
څلور پوليس ووژل شول او لس سيمه ييز پوليس مسموم شوي
author avatar
12 May 2012 - 14:23

قلعۀ نو (پژواک ٢٣ غويى ٩١ ):  څلور پوليس د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې وروسته له هغه وژل شوي، چې په دې ولسوالۍ کې يې لس مسموم شوي سيمه ييز پوليس د ولسوالۍ مرکز ته  و لېږدول.

د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمدجبار پژواک خبري اژانس ته  وويل، چې دغه پېښه نن (د غويې ٢٣مه) له غرمې مخکې  لس بجې د دې ولسوالۍ  په قره قال سيمه کې رامنځته شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د پوليسو موټر لس مسموم شوي سيمه ييز پوليس ذ ولسوالۍ بازار ته يوړل، چې د بېرته تلو پر مهال په لاره کې پرې چاودنه رامنځته شوه.

سرچينې زياته کړه، چې  په ټپيانو کې يو افسر هم شامل دى، خو د هغه د پېژندنې په  اړه يې معلومات وړاندې نه کړل.

د ماين چاودنې په داسې حال کې څلور تنه ووژل چې نن سهار د قادس ولسوالۍ په قره قال سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان پژواک اژانس ته وويل، چې لس سيمه ييز پوليس تېره شپه د ډوډۍ تر خوړو وروسته مسموم شول.

هغه زياته کړه، چې مسموم شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

نوموړي د دې پېښې پړه پر طالبانو واچوله او زياته يې کړه، چې ياد سيمه ييز پوليس د هغې ډوډۍ په خوړو، چې په بازار کې يې اخيستې وه، مسموم شوي دي.

د بادغيس د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر محمدابراهيم محمدي  وايي، چې دوى ته لس مسموم شوي پوليس ور وړل شوي، چې په کې د درېيو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

په همدې حال کې د قادس ولسوالى د سيمه ييزو پوليسو قوماندان، په دې پېښه د لاس درلودو په تور د  څلورو تنو له نيول کېدو خبر ورکړ، خو  د هغوى د هويت له څرګندولو يې ډډه وکړه.

تر اوسه پورې چا د دې دواړو پېښو مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

قوماندان نجم الدين نږدې شپږ مياشتې وړاندې له خپلو ٢٠٠ سوه کسانو سره له دولت سره يو ځاى شو او د قره قال په سيمه کې يې امنيتي پوستې جوړې کړې.

د ده تر يو ځاى کېدو وړاندې دغه سيمه د دولت له حاکميت څخه وتلې او نا امنه وه.

د قره قال سيمه د قادس ولسوالۍ د مرکز په اته کيلومترۍ کې پرته ده.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.