ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار يو اوسېدونکى له دولت څخه د خپلې کورنۍ خونديتوب غواړي

7 Feb 2013 - 16:25
7 Feb 2013 - 16:25

کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): د ننګرهار يو اوسېدونکى، چې زوى او لور يې يو ځل تښتول شوي و او اوس هم ګواښل کېږي، له دولت څخه د خپلې کورنۍ د مصوونيت غوښتنه کوي.

د عبدالمتين لور او زوى (١٧ کلنه زمزمه او ١٤ کلن سمسور) چې د ننګرهار په کاردان پوهنتون کې د انګليسي ژبې زده کړې کوي، تېر کال د وري په مياشت کې تښتول شوي وو، خو بيا د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول.

 زمزمې نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دا او ورور يې ( سمسور) تېر کال په وري مياشت کې له ياد پوهنتون څخه د وتو په حال کې وو، چې څو وسلوالو د ټوپک په زور د تورو ښيښو لرونکي موټر ته پورته کړل.

هغې زياته کړه: “په موټر کې درې کسان وو، له ټولو سره ټوپک و، د موټر ښيښې او دروازې اتومات لاک (بندې) شوې او د موټر ټيپ يې ډېر جګ کړ او ويل يې، اوس چې هرڅومره چيغې وهئ، بېرون مو څوک غږ نه اوري.”

د زمزمې په وينا، له تښتوونکو څخه يو هم ډريور تاج محمد و، چې څوکاله وړاندې يي د دې خويندې د په ننګرهار کې  د يوناما تر دفتر پورې وړلې .

دا وايي، چې له خويندو سره به يې دا هم تر ښوونځې پورې په دغه موټر کې تله.

هغې وويل، چې تښتوونکو له کاردان پوهنتون څخه ترڅو ساعته مزل وروسته موټر د دره نور ولسوالۍ په يوه دښته کې ودرراوه، دوى يې په داسې حال کې له موټر څخه ښکته کړل، چې هلته لسګونه نور وسلوال هم وو.

زمزمه وايي، چې سمسور يې په همدې دښته کې له دې څخه جلا کړ او دا يې د غره په لور بوتله.

هغې زياته کړه، چې تښتوونکو په غره کې تر يو څه پلي مزل وروسته دا يوه کور ته بوتله، چې هلته يوه سپين سرې ښځه او يو سپين ږيرى سړى و.

دې وويل، چې په همدغه کور کې تاج محمد په داسې حال کې چې نور وسلوالو هم ورسره وو، له دې څخه يې غوښتنه وکړه، چې واده ورسره وکړي.

زمزمه وايي: ((په سر يې راته ټوپک کېښود او ويل يې، چې له ما سره واده وکړه، ما ورته وويل، چې مړه مې هم کړې له تاسره واده نه کوم؛ ځکه چې ته يو جاهل انسان يې او زه يو ايجوکيټيټ (لوستې) جنۍ يم.))

هغې وويل، چې درې ورځې وروسته تاج محمد په همدې کور کې ورته وويل، چې د ولايتي شورا کسان راځي او دا بايد د هغوى په مخ کې و وايي، چې له ده سره واده کوي.

د دې، په وينا، په درېيمه ورځ د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ضابط اميرمحمد له نورو کسانو سره يوځاى ياد شوي کور ته ورغلل او دا يې د تاج محمد له منګولو خلاصه کړه او خپل کور ته يې بوتله.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تښتونې پر مهال ورته په بده سترګه نه دي کتل شوي.

زمزمې تور پورې کړ، چې د ننګرهار ځيني چارواکي د تاج محمد ملاتړ کوي.

هغې وويل: ((که زه د کرزي او يا هم د والي ګل اغا شېرزي لور واى، ډېر وختي به تاج محمد نيول شوى او د قانون منګولو ته به سپارل شوى واى، خو موږ بېچاره خلک يو او دولت موږ ته پاملرنه نه کوي.))

 سمسور هم په نننۍ خبري ناسته کې شتون درلود، خو خبرې يې ونه کړې.

خود هغه پلار عبدالمتين وويل، چې سمسور تښتوونکو د زمزمې له خوشې کېدو مخکې خوشى کړى و او دوى په داسې حال کې خپل کور ته څېرمه وموند، چې بېهوښه و.

 هغه وايي، چې د تښتونکو له منګولو د لور له خلاصون راپه دېخوا، تر اوسه دوه ځلې د دوى پر کور وسلوال بريد شوى او دوه ځلې يې پر زوى (سمسور) له کوره بهر وسلوال بريدونه شوي دي.

خو دى وايي، چې په دغو بريدونو کې چا ته زيان نه دى رسېدلى.

ده زياته کړه، چې د خپلې ستونزې په اړه يې په تېر يو کال کې څو ځلې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ، د يوناما دفتر، د بشري حقونو کمېسيون او نورو اړوندو ارګانونو ته مراجعه کړې خو چا يې غږ نه دى اورېدلى.

هغه وايي: “که دولت ما له دې خلکو څخه نه ژغوري، ټوپک دې واخلي، ما او ټول ماشومان مې دې مړه کړي.”

عبدالمتين وايي، چې د يادو وسلوالو کسانو له وېرې يې اولادونه کار او ښوونه پرېيښې او په کور ناست دي.

ده له دولت څخه يو ځل بيا غوښتنه وکړه، چې ستونزه يې هواره کړي، ترڅو د نورو په څېر په ارامه فضا کې خپل ژوند تېر کړي.

نننۍ غونډه د مدني ټولنې په نوښت جوړه شوې وه.

محمديوسف امين ځاځي د مدني ټولنې په استازيتوب وويل: ((دغه حکومت د ټوپک مارو دى؛ نو ځکه له ټوپک مارو څخه ملاتړ کوي.))

د هغه په وينا، د زمزمې او سمسور په پېښه کې يوې ښځې او يو سپين ږيري هم لاس درلود.

ده زياته کړه: “له دې څخه معلوميږي، چې ملت هم د ژبې، قوم او سمت په اساس د ټوپک مارو ملاتړ کوي.”

 د ځاځي په وينا، که ولسمشر په هېواد کې د قانون حاکميت، عدالت او سوله غواړي نو د زمزمې، سمسور او نورو کسانو تښتونکي دې د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه زياته کړه: ((که چارواکي د خلکو غږ نه اوري، نو د ملت، خداى او رسول پر وړاندې مسوول دي.))

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان وايي، چې دى له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې پر دې دنده ګومارل شوى او تر اوسه د عبدالمتين د کورنۍ د ستونزو په اړه ورته چا مراجعه نه ده کړې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version