ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې تښتول شوې نجلۍ وموندل شوه او خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه

په غزني کې تښتول شوې نجلۍ وموندل شوه او خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه

author avatar
12 Feb 2022 - 17:34
په غزني کې تښتول شوې نجلۍ وموندل شوه او خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه
author avatar
12 Feb 2022 - 17:34

غزني (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني امنیتي چارواکي د هغې نجلۍ د موندلو او خپلې کورنۍ ته د سپارلو خبر ورکوي چې دوه ورځې وړاندې تښتول شوې وه.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند سید اسحاق صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده شوې ۱۴ کلنه نجلۍ د دوو تنو (زوی او مور) له خوا د غزني ښار له بهلول سیمې څخه تښتول شوې وه.

دی وايي، زوی او مور تښتول شوې نجلۍ لومړی کابل ته بېولې او هلته له یوې شپې تېرولو وروسته نن بېرته غزني ته راغلي وو او غوښتل یې د غزني ښار علي لالا سیمې ته لاړ شي چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

هغه زیاتوي، نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې او د دې د تښتولو په تور له نیول شوو زوی او مور څخه پلټنې پیل شوې دي.

د ده په خبره، تر اوسه څرګنده نه ده چې زوی او مور یې ولې دا نجلۍ تښتولې وه؟

د ژغورل شوې نجلۍ پلار علي حسین له امنیتي ځواکونو مننه کوي چې د ده لور یې موندلې او خپلې کورنۍ ته یې سپارلې ده.

نوموړی وايي، دی هم نه پوهېږي چې لور یې ولې تښتول شوې وه خو دوه ورځې مخکې چې له کوره ووتله، بیا رانغله او دوی امنیتي ځواکونو ته په دې تړاو خبر ورکړ.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ هم امنیتي ځواکونو د غزني د اندړو ولسوالۍ اړوند په ملا نوح بابا سیمه کې هغه نجلۍ له تښتوونکو وژغورله چې میاشت مخکې د خوست ولایت له ګربز ولسوالۍ څخه را تښتول شوې وه.

Views: 872

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.