ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په الينګار کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسلوال وژل شوي

7 Feb 2013 - 14:13
7 Feb 2013 - 14:13

جلال اباد (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د مشهور طالب قوماندان ملا الهام په ګډون درې وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د الينګار ولسوالۍ په لوکاټ سيمه کې د ملي اردو پر امنيتي پوستې بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په ځوابي بريد کې د وسلوالو طالبانو مشهور ځايي قوماندان ملا الهام او دوه وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

نوموړي وويل:((ملا الهام د ماينونو په جوړولو کې ماهر او مخکې يې څلور کاله بند هم تېر کړى و.))

همداراز د يو بل خبر له مخې، د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې نن سهار څلور بجې د الينګار په ټينګور سيمه کې د وسلوالو مخالفينو او پوليسو تر منځ نښته شوې، چې په پايله کې يې د صفت الله په نوم يو وسلوال طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکي علي خان پژواک ته وويل، چې په نښته کې يو ماشوم هم برسېرن ټپي شوى او دوه وسلوال يې، چې يو يې نسيم نومېږي، په ټپي حالت کې ليدلي دي.

طالبانو د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه  نه دي ويلي.

ياده دې وي، چې الينګار د لغمان يوه له هغو ناامنو ولسواليو ده، چې وخت ناوخت ترې د ناامنۍ او جنګونو خبرونه ورکول کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version