ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر راتلونکو اتو مياشتو به د عمر جامع د رغونې کار بشپړ شي

10 Feb 2013 - 20:29
10 Feb 2013 - 20:29

کندهار(پژواک،٢٢سلواغه٩١):د کندهار ولايت مسوولين وايي، چې د عمر جامع د بيا رغونې کارونه ٢٥ سلنه مخ ته تللي او پاتې کار به يې تر راتلونکو اتو مياشتو پورې بشپړ شي.

 عمر جامع د کندهار تر ټولو لوى جومات ګڼل کېږي، چې د بنسټ ډبره يې لس کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اېښودل شوې وه، خو د رغونې لس سلنه چارې يې نه وې بشپړې شوي، چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ.

 د دغه جومات د بيا جوړولو چارې د بودجې د نشتوالي له امله کلونه کلونه په ټپه ولاړې وې، خو څه موده وړاندې يې د رغونې کار د کندهار ښاروالۍ او ملي سوداګرو په مالي ملاتړ پيل شوې.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او د کندهار ښاروال محمد عمر عمر د عمر جامع جومات د بيارغونې له کارونو ليدنه وکړه او ويې ويل، چې د دغه جومات د رغونې نژدې ٢٥ سلنه چارې تر سره شوې دي.

 کندهار ښاروال محمد عمر عمر پژواک ته وويل، دغه جومات درې برخې لري، چې يوه يې د مسجد، دويمه هغه يې د ديني زده کړو او درېيمه يې د سوداګريز مارکېټ ده.

 هغه زياته کړه، چې د ملي سوداګرو په مټ تر ډېره ځايه د جومات چارې بشپړې شوې، خو لا هم ١٩ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده ترڅو ټولې برخې يې جوړې شي.

 د ده په خبره، تر راتلونکو اتو مياشتو پورې به يې يوازې د جومات د رغونې چارې بشپړې کړې، خو هڅه به يې دا وي، چې د نورو برخو د رغولو لپاره به يې مالي ملاتړ ومومي.

 کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، چې د ياد جومات د رغونې چارې يې کتلې خوښي وښوده، چې د جومات کار په ښه ډول روان دى.

 هغه د جومات له انجنيري ټيم او معمارانو وغوښتل، چې خپل کارونه چټک کړي، تر څو دغه جومات تر راتلونکي کوچني اختر پورې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

 والي دغه راز وويل، چې په خپله ولسمشر هم د جامع د جوړولو په کار کې ځانګړې لېوالتيا لري او په وار وار يې په دې برخه کې مالي مرسته هم کړې ده.

 د کندهار د عمر بن خطاب مسجد جامع، چې له کلونو کلونو يې د رغونې کار روان دى د افغانستان په کچه تر ټولو لويه جامع ده، چې د دارالحفاظ، مسجد، د ښځو لپاره جامع، د دوکانونه او مارکېټونو تر څنګ پکې پارکونه هم په نظر کې نيول شوي دي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version