ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د عامې روغتيا د رييس د ګوښه کېدو غوښتنه وشوه

10 Feb 2013 - 16:47
10 Feb 2013 - 16:47

خوست ښار (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): په خوست کې د ډاکټرانو اتحاديه د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

په خوست کې د ډاکټرانو د اتحاديې غړو نن (د سلواغې ٢٢ مه) د يوې خبري ناستې پر مهال تور پورې کړ، چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس بې کفايته دی او بايد له دندې ګوښه شي.

د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر موسی په خبري ناسته کې وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې په خوست کې يو شمېر روغتونونه تشکيل لري، خو ودانۍ ورته نه دي جوړې شوې او ځيني نور بيا ودانۍ لري، تشکيل ورته نه دی منظور شوی.

د هغه په وينا، په خوست کې جوړ شوي کلينيکونه په ډېر ټيټ کيفيت جوړ شوي او د عامې روغتيا رياست يې د جوړېدو پر مهال د کار څارنه نه ده کړې.

نوموړي زياته کړه، په خوست ښار او ولسواليو کې په ډېر شمېر داسې کلينيکونه او درملتونونه شته، چې رسمي جواز او مسلکي کسان نه لري، خو فعاليت کوي او عامې روغتيا يې تر اوسه د بندېدو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

ډاکټر موسى وويل: ((ځينو کسانو خوست ښار او ولسواليو ته د ګاونډي هېواد پاکستان يو شمېر ښځينه نرسانې راوستي، دلته يې د ډاکټرو په نوم شخصي کلينيکونه خلاص کړي او خپلسري فعاليتونه کوي.))

د ده په خبره، د خوست د عامې روغتيا رياست اړوند د نري رنځ په مرکز کې روغو کسانو ته کارتونه جوړ شوي او هره مياشت هغه مواد، چې د نري رنځ ناروغانو په نوم راځي، ترلاسه کوي.

خو د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه رحمت زی په ده لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي، چې د ډاکټرانو د اتحاديې ټولې څرګندونې بې اساسه دي.

د هغه په وينا، له تېرو اتو مياشتو راهيسې، چې په خوست کې د ډاکټرانو د اتحاديې نوې ټاکنې شوې، تر اوسه د دې اتحاديې مشر او غړو د خوست عامې روغتيا ته مراجعه نه ده کړې او نه يې په ستونزو ځان خبر کړی دى.

نوموړي زياته کړه، د خوست د عامې روغتيا رياست د نويو کلينيکونو د جوړېدو لپاره بوديجه نه لري او هغه کلينيکونه، چې مرستندويه ټولنو په خوست مرکز او ولسواليو کې جوړ کړي، د تشکيل د منظورۍ مکتوب يې وزارت ته لېږل شوى او ډېر ژر به دغه ستونزې هوارې شي.

منګل هم مني، چې په خوست کې جوړ شوي روغتيايي مرکزونه په ټيټ کيفيت جوړ شوي، خو وايي، چې پيسې د بل چا له خوا وې او د جوړېدو پر مهال دوى نه دي خبر شوي.

ده وويل: ((هېڅ داسې ثبوت نشته، چې د خوست د نري رنځ په مرکز کې دې روغو کسانو ته کارتونه جوړ شوي وي او د ناروغانو مواد او درمل دې ترلاسه کوي.))

منګل د خوست ولايتي ادارې، مدني ټولنې، خبريالانو او ډاکترانو ته بلنه ورکړه، چې رياست ته ورشي او د ټولو ترسره شوو کارونو حساب ترې واخلي او قضاوت دې وکړي.

هغه وويل، چې د خوست د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر موسی غواړي، چې دى له دندې ګوښه کړي او پر ځاى يې هغه راشي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version