ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ٣٠٠ روغتیايي مرکزونه د فعالیت جوازونه نه لري

23 Jul 2023 - 14:07
23 Jul 2023 - 14:07

خوست ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د خوست عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې له ۳۵۰ کلينيکونو څخه ٣٠٠ يې د فعاليت کولو قانوني جوازونه نه لري.

د خوست عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل‌کريم مندوزي پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر ۳۵۰ پورې روغتيايي مرکزونه موجود دي چې له دې ډلې يواځې ۲۲ يې رسمي جوازونه لري، د ٢٨ جوازونه يې تر کار لاندې دي او پاتې ٣٠٠ نور غيرقانوني فعاليت کوي.

هغه وويل، هغه کلينيکونه چې د عامې روغتيا وزارت له اصولو او لایحې خلاف دي بايد ټول وتړل شي.

نوموړي وويل، دوی په ښار او ولسواليو کې د دغو کلينيکونو پر وړاندې عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر بې جوازه کلينيکونه تړل شوي هم دي.

هغه وايي: «حقيقت دی خوست ولايت کې هغه کلينيکونه او دواخانې چې د صحت عامې وزارت د قوانينو خلاف دي بندېږي، دا سلسله اوس هم جريان لري چې ډېر کلينيکونه او دواخانې بندې شوې دي.»

مندوزي دغه راز زياته کړه، د بې‌جوازه او خپلسرو کلينيکونو پر وړاندې د دوی عمليات به دوامداره وي.

ورته مهال د خوست يو شمېر اوسيدونکي هم د عامې روغتيا رياست له خوا د بې اسنادو او خپلسرو کلينيکونو تړلو په موخه د پيل شوو عملياتو هرکلی کوي.

د خوست د سپېرې ولسوالۍ يو اوسېدونکی اکبرالدين وايي، له نږدې يو کال راهيسي يې خپل ناروغان په خوست ښار کې همدا ډول يوه کلينيک ته بيول.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که چېرې دی پوهېدی چې دغه کلينيک او ډاکټر اسناد نه لري او په خپلسري ډول فعاليت کوي، په هيڅ صورت به نه وای ورغلی.

هغه زياته کړه: «ما ته يې دوايې راکړه او يو سیروم يې را ولګاوه، کله چې سيروم خلاص شو، د کلينيک دروازې يې زر زر بندې کړې او لاړل، زه په دې نه وم خبر چې د صحت عامې واله يا د حکومت کسان پسې راځي او دوى اسناد نه لري.»

د خوست يو بل اوسېدونکي غفار خان هم د عامې روغتيا رياست د دغه ګام هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دغه چاره دې دوامداره وساتي.

هغه وايي: «صحت عامې چې کوم فعاليت شروع کړی له دې موږ ډېر خوښ يو، ځکه خوست بازار ته داسې ډاکټران راغلي چې جواز نه لري، اسناد نه لري، بې کيفيته او تاريخ تېر درمل خرڅوي.»

هغه وویل، کوم ډاکټران او کلينيکونه چې اسناد ونه لري د حکومت او خلکو پر وړاندې ځان مسوول نه ګڼي يواځې خپله سوداګري کوي.

د خوست اوسېدونکي له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي، هغه درملتونونه هم وتړي چې د فعاليت جواز نه لري او پر خلکو تاريخ تېر او بې کيفيته درمل پلوري.

Views: 146

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version