ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترخه ناور ١١ کيلومتره ساحه له وسلوالو مخالفينو پاکه شوه

11 Feb 2013 - 17:09
11 Feb 2013 - 17:09

لښکرګاه (پژواک ٢٣سلواغه٩١) : د هلمند چارواکي وايي، چې د درېيو ولسواليو ګډه  سيمه  ترخه  ناور کې دعملياتوپرمهال ١١ کيلومتره سيمه  ددولت  له وسلوالو مخالفينو څخه پاکه  شوې ده.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم دسلواغې په ٢٣ مه  دترخه ناور په سيمه کې پژواک اژنس ته وويل ، چې دغه سيمه  د مارجې ،ناوې ، نادعلي ولسواليو اولښکرګاه ترمنځ  موقعيت  لري او د پېچلي جوړښت  له امله د دولت د وسلوالومخالفينو  لخوا پکې پټنځايونه  جوړ شوي وو .

هغه زياته کړه، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې  ګډو ملي ځواکونو په دې سيمه کې عمليات پيل کړي او تر اوسه يې ١١ کيلومتره  سيمه  له مخالفينو څخه  پاکه  کړې ده .

د والي په وينا، ډېر ژر به په دې سيمه کې د کرل شويو کوکنارو د فصل داړولو کمپاين هم پيل شي.

د هلمند دوالي  په خبره ،  هڅه  يې داده ، چې د ترخه ناور په سيمه کې پراخ  سړکونه جوړ کړي او تر څنګ يې دبيارغونې بېلابېلې پروژې پکې پلې کړي ، ترڅو ځايي خلکو ته دکار زمينه  برابره شي.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام  هم  په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل ، چې په  دې سيمه کې جنګ دکوکنارو د فصل په سر دى، خلکو کوکنار کرلي  او طالبانو يې د ساتنې ژمنه کړې.

هغه زياته کړه، چې اوس يې تر ډيره سيمه  ددولت له مخالفينو پاکه کړې او شپږ لويې امنيتي پوستې به پکې جوړې شي ، چې په راتلونکي کې  به دوامداره امنيت پکې خوندي کړاى شي.

بل خوا د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان حقمل پژواک ته وويل ، چې دا عمليات تېره ورځ پيل شوي او درې ورځې به دوام و لري .

هغه زياته کړه ، چې تر دې مهاله د دولت ٢٢ وسلوال  مخالفين وژل شوي  او ١٨  نور ټپيان  دي.

دده په خبره، چې دعملياتو پرمهال لس ميله سپکې وسلې ،يو موټر اويوموټرسايکل بم هم  دپوليسولاس ته ورغلي  او عمليات لا دوام لري.

د مارجې قوماندان سمونيار ولاد خان حکيمي وويل ، چې په دې عملياتوکې دوه  پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي، چې دټپيانو روغتيايې حالت دډاډ وړ ښودل شوى دى.

دده  په خبره، چې په دې سيمه کې به دسيمه ييزو پوليسو تر څنګ شپږ دملي پوليسو پوستې هم  جوړې کړي ، چې په نادعلي،مارجې او ناوې پورې به اړونده وي.

د ترخه ناور سيمه د لښکرګاه  په ١٥ کيلومترۍ کې  لوېديځ لور ته  موقعت  لري او ټوله  ځمکه  يې دولتي ده ، چې د وخت د زورواکو لخوا غصب شوې او دا مهال پکې په  پراخه کچه کوکنارو کرل  شوي  دي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version