ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ترخه ناور سيمه کې د دولت مخالفين بيا فعال شوي

د هلمند په ترخه ناور سيمه کې د دولت مخالفين بيا فعال شوي

author avatar
11 Jun 2012 - 13:53
د هلمند په ترخه ناور سيمه کې د دولت مخالفين بيا فعال شوي
author avatar
11 Jun 2012 - 13:53

لښكرګاه (پژواك ٢٢ غبرګولى ۹۱): د هلمند د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې د ترخه ناور په سيمه کې وسلوال مخالفين بيا فعال شوي، چې د ولايت مرکز لښکرګاه او شاوخوا ولسوالۍ يې د نا امنۍله ګواښ سره مخ کړې دي.

د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ښادي خان وايي، چې په دې وروستيو کې وسلوال طالبان يو ځل بيا په دې سيمه کې فعاليت پيل کړى او خوځښتونه يې زيات شوي دي.

هغه د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ترخه ناور سيمه د خپل موقعيت له مخې پېچلى جوړښت لري او په دې سيمه کې د مخالفينو فعاليت د ولايت مرکز لښکرګاه ترڅنګ د ناد علي، ناوې او ګرمسېر ولسواليو امنيت هم له ګواښ سره مخ کړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((موږ کولى شو په سيمه کې د مخالفينو پر ضد عمليات ترسره کړو، خو څرنګه چې له دې سيمې نورې سيمې هم اغېزمنې کېږي، نو د هغو سيمو د امنيتي ځواکونو مسووليت هم دى، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.))

امنيه قوماندان وايي، چې اوس مهال د ولسوالۍ په نورو سيمو کې امنيت د ډاډ وړ دى، خو د ترخه ناور ترڅنګ په عصمت بازار، شنغزک او سيستاني سيمو کې ځيني امنيتي ګواښونه شتون لري.

د ښادي خان په وينا، طالبانو د سيمي خلكو ته خبر دارى وركړى چې د خپلو غنمو درمندونه ژر راټول كړي؛ ځكه چې دوى غواړي په دې سيمو کې پر دولتي ځواکونو بريدونه پيل کړي.

د مارجې ولسوال عبدالمطلب مجبور هم مني چې په ترخه ناور کې امنيتي ګواښونه شته او زياتوي، که چېرې دلته په بېړني توګه عمليات ترسره نه شي، نو د نورو سيمو امنيت هم تر ګواښ لاندې راځي.

هغه زياتوي، چې د ترخه ناور ډېرى اوسېدونکي له نورو سيمو څخه راغلي، ځمکې يې غصب کړې او وسلوالو طالبانو ته يې په خپله سيمه کې ځاى ورکړى دى.

د هغه په وينا، په ياده سيمه کې که څه هم څو ځلې چاڼيز عمليات ترسره شوي، خو بيا هم له لنډې مودې وروسته مخالفين بېرته په کې ځاى پر ځاى شي.

ولسوال زياتوي، طالبانو ته د پاکستان له خوا ويل کېږي، چې دلته نا امني او ګډوډي رامنځ ته کړي، په لارو کې ماينونه ښخ ، دولت او خلکو ته ستونزې پيدا کړي.

عبدالمطلب مجبور له دولته وغوښتل، چې د دې سيمې د امنيت ساتلو په موخه منظم او ځانګړى پلان جوړ کړي.

په مارجه کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان حاجي بازګل پژواك اژانس ته وويل، د دې لپاره چې د لښكرګاه او مارجې ترمنځ لاره د امنيت له ګواښ څخه خوندي پاتې شي، په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د وسلوالو مخالفينو له شتون او خوځښتونو څخه شکايت کوي او له دولت څخه غواړي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ډاكتر امين ګل وايي، چې اوس مهال د خلكو اندېښنې په دې برخه كې زياتې شوې؛ ځكه چې په دې ولسوالۍ د بيارغونې ډېرې پروژې پلې شوې كه د امنيت په برخه كې هڅې ترسره نه شي ښايي ترسره شوې بيارغونه يو ځل بيا په كنډوالو بدله شي.

هغه له دولت څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې دولتي ځواکونه بايد په دوامداره توګه دلته شتون ولري او عمليات ترسره کړي.

مارجه چې پخوا د وسلوالو مخالفينو مهم مرکز ګڼل کېده، دوه کاله مخکې د افغان او نړيوالو ځواکونو له خوا د مشترک په نامه د ګډو عملياتو په ترڅ کې تر دولتي حاکميت لاندې راوستل شوه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.