ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنو د روڼوالي لپاره د برېښنايي تذکرو وېش اړين دى”

11 Feb 2013 - 15:46
11 Feb 2013 - 15:46

کابل (پژواک٢٣سلواغه٩١): رسالت پارلماني ګروپ د رڼو ټاکنو لپاره د برېښنايي تذکرو وېش اړين بولي او وايي، چې د ټاکنو موده بايد د لنډ وخت لپاره وځنډول شي.

ټاکل شوې، چې د ١٣٩٣ کال د وري مياشتې په ١٦مه په هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

دغه راز ياد پارلماني ګروپ چې په ولسي جرګه کې د روان کال د غويي په مياشت کې جوړ شوى او ٣٤ غړي لري، وايي چې حکومت بايد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په کړنو کې لاسوهنه ونه وکړي.

د دغه پارلماني ګروپ منشي ډاکتر ظهير سعادت نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، دغه ګروپ له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د ټاکنو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

ده، چې د دغه ګروپ په استازيتوب يې خبرې کولې، له حکومت څخه وغوښتل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په چارو کې لاسوهنه ونه وکړي او د برېښنايي تذکرو د وېش له لارې د رايو ورکوونکو نوملړ جوړ او د دغه کمېسيون په واک کې ورکړي.

د هغه په وينا، د رسالت پارلماني ګروپ له ملي شورا غواړي، چې پر حکومت فشار راوړي تر څو د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل وړاندې د برېښنايي تذکرو د وېش پروسه پاى ته ورسوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د برېښنايي تذکرو له مخې هم خلک رايه ورکولى شي.

دغه راز د دغه کمېسيون چارواکو په تېرو ټاکنو کې د رايه ورکونې وېشل شوي کارتونه د باور وړ بللي او ويلي يې دي، يواځې هغو کسانو ته به نوي کارتونه ورکړل شي، چې کارتونه نه لري

د مخابراتو وزارت په پام کې لري، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو وېش د راتلونکي کال په وري مياشت کې پيل کړي.

يوناما د کورنيو چارو وزارت د يوه مسوول په حواله ويلي، اټکل کېږي چې د ٥ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت، په ١٣٩٢ کال کې يواځې دوه ميليونه کسانو ته برېښنايي تذکرې ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ټاکنو کې ١٧ ميليونه کسانو ته د رايې ورکولو کارتونه ورکړل شوي دي.

خو د چارو ادارې ويلي، چې تر ټاکنو پورې به د هغو کسانو ډېرو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شي، چې د رايې ورکولو پر شرايطو برابر دي.

د رسالت پارلماني ګروپ منشي سعادت وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد خپلې چارې په خپلواکه ډول پرمخ بوځي او حکومت ته اجازه ورنه کړي، چې په دې پروسه کې لاسوهنې وکړي.

د ده په وينا، سياسي ګوندونه او نفوذ لرونکو کسان هم بايد حکومت د ټاکنو په چارو کې لاسوهنې ته پرې نه ږدي.

ياد ګروپ له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه، چې د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې دې له افغانانو سره مرسته وکړي.

 د حق او عدالت ګوند هم د سلواغې په ١٨مه د رڼو ټاکنو لپاره د نويو کارتونو او برېښنايي تذکرو وېش اړين بولي او وايي، چې د دغه کار د نه ترسره کېدو لپاره امنيتي ستونزې نه شي پلمه کېداى.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره مياشت ويلي، چې د بودجې د نشتوالي له امله نه شي کولى ټولو خلکو ته د راى ورکونې نوي کارتونه ووېشي.

د رسالت پارلماني ګروپ منشي په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې بايد د لنډې مودې لپاره وځنډول شي.

د ده په وينا، د وري په ١٦مه ټول خلک په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستى، ځکه چې په دې وخت کې د افغانستان د ځينو سيمو لارې د واورو له امله تړلې وي.

خو هغه ونه ويل، چې دغه موده دې د څومره وخت لپاره وځنډول شي.

د ياد پارلماني ګروپ بل غړى عبدالحفيظ منصور په نننۍ خبري ناسته کې دعوه وکړه، حکومت هڅه کوي، په راتلونکي کې هم د چارو واګي د اوسنيو چارواکو په لاس کې پاتې شي.

د ده په اند، حکومت غواړي چې په بېلابېلو پلمو د يوې ” لويې اجماع ” له لارې اعلان وکړي، چې د افغانستان اوسني شرايط د امنيت او بودجي له پلوه دې ته چمتو نه دي، چې ټاکنې دې ترسره شي.

ده زياته کړه: ((زموږ زعيم له روحي پلوه دې ته چمتو نه دى، چې قدرت بل چا ته پرېږدي.))

دا په داسې حال کې ده، ولسمشر کرزي ويلي، چې که اساسي قانون هم اجازه ورکړي، دى نه غواړي چې د بلې دورې لپاره پر واک پاتې شي.

د منصور په وينا، که حکومت غواړي، چې په هېواد کې رڼې ټاکنې ترسره شي، نو بايد هرڅه ژر برېښنايي تذکرې ووېشي او نورې پلمې ورته جوړې نه کړي.

د پارلماني ګروپ د منشي په خبره، ملي شورا په پام کې لري، چې له رخصتۍ وروسته په خپلو لومړنيو راتلونکو ناستو کې د ټولټاکنو د قانون مسوده تصويب کړي.

ملي شورا د سلواغې په لومړۍ نېټه خپل ٤٥ ورځنۍ رخصتي پيل کړې ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version