ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چپرهار خلک: له ماښامه وروسته له کورونو نه شو راوتلى

11 Feb 2013 - 13:15
11 Feb 2013 - 13:15

جلال اباد (پژواک ٢٣ سلواغه ٩١): د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي له ناامنيو شکايت کوي او زياتوي، چې تر ماښام وروسته څوک له کورونو نه شي وتلى.

دوى دغه شکايتونه پرون د دې ولسوالۍ د دولتزيو په سيمه کې د دولتزيو د قوم د اصلاحي شورا په هغې غونډه کې وکړل، چې سلګونو ځوانانو او سپين ږيرو په کې ګډون کړى و.

د دولتزيو د قوم سپين ږيرى جنرال کوچي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چپرهار ولسوالۍ کې له ماښامه وروسته، هېڅوک نه شي کولى چې له کوره بهر ووځي.

هغه زياته کړه: ((امنيت خراب دى، د پوليسو تشکيل کم دى او دوى نه شي کولى، چې د خلکو امنيت ټينګ کړي.))

جنرال کوچي وويل، چې ولايتي اداره دې ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه نه کوي او له خلکو سره پر کړو ژمنو هم وفا نه کوي.

د صاحب ګل په نوم يوه ځوان هم له نا امنيو شکايت وکړ او وايي، چې د دې ولسوالۍ په ډېره برخه کې وسلوال مخالفين واکمن دي.

هغه زياتوي، چې پنځه کاله وړاندې والي ګل اغا شېرزي د يوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده او د نورو مرستو ژمنه يې وکړه، خو تر اوسه يې هېڅ نه دي کړي.

نوموړى وايي: ((نه مو مکتب د مکتب په څېر دى، نه کلينيک، کلينيک لرو، خو درمل او مسلکي ډاکټران په کې نشته.))

ده زياته کړه، چې په چپرهار کې ډېرى ځوانان بې کاره ګرځي او وايي چې د ناامنۍ يوه وجه هم د ځوانانو بې کاري ده.

دى وايي، چې وسلوال مخالفين له ګاونډيو هېوادونو راځي او دلته وسلوال فعاليتونه کوي.

د ده په خبره، چې دولت په تېرو څو کلونو کې د چپرهار ولسوالۍ ته هېڅ پام نه دى کړى.

د دولتزيو اوسېدونکى نصيرالحق هم ورته شکايت لري او وايي، چې د ولسوالۍ پوليس په رڼا ورځ هم له ولسوالۍ نه بهر نه شي راوتى.

هغه زياته کړه: ((قانوني جلب په چا پسې نه شي وړلى، نو دا څه ډول حکومت شو؟))

نصيرالحق وايي، چې د چپرهار په ولسوالۍ کې د شپې وسلوال ګرځي او موټر تلاشي کوي، په دې سره ولس په وېره کې اچوي.

د ده په خبره، چې په چپرهار کې تر هغې امنيت ښه نه ټينګيږي تر څو چې دولت د بهرنيو لاسوهنې او د مشرانو سياسي کشمکشونه له منځه يو نه سي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي پژواک ته وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې د بيارغونې، پوهنې او روغتيا په برخو کې ډېر کارونه شوي دي.

هغه زياتوي، چې په چپرهار کې پنځه کلينيکونه شته او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.

دى وايي، چې په دې وروستيو کې د کليو او پراختيا د رياست له لوري په دې ولسوالۍ کې ګڼې پرمختيايي پروژې پلې شوې دي.

د عبدالزي په وينا، دولت د ولس هرې غوښتنې ته ځواب نه شي ويلى، خو داسې هم نه ده چې هلته دې بېخي کار نه وي شوى.

د عبدالزي په خبره، د چپرهار ولسوالۍ لپاره هم سيمه ييز پوليس منظور شوي چې په فعالېدو سره به يې په امنيت کې ښه والى راشي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دغه ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې په چپرهار کې پوليس له ولسوالۍ نه شي وتلى.

دى وايي: ((دا سمه ده چې پوليس به کم وي خو زموږ پوليس، چې هر ځاى ته وغواړي تلى شي او خپل فعاليت کوي.))

مشرقيوال زياتوي، چې په چپرهار کې وسلوال شته خو له دولت سره د مخامخ مقابلې توان نه لري.

هغه زياته کړه: ((موږ نوي پلانونه لرو او کوښښ کوو چې ياده ولسوالي هم د وسلوالو له شتونه پاکه کړو.))

ياده دې وي، چې څه موده وړاندې هم د چپرهار يو شمېر خلکو په ولايتي ادارې نيوکې کولې چې له دوى سره د مور او ميرې چلند کوي.

چپرهار د ننګرهار سوېل ته په شل کيلومترۍ کې نږدې ولسوالي ده، چې ډېرى مهال ترې د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version