ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: افغانستان ته له نورو هېوادونو سره په اړيکو کې ملي حاکميت بنسټيز رول لري

13 Feb 2013 - 11:49
13 Feb 2013 - 11:49

کابل (پژواک ۲۵ سلواغه ۹۱): ولسمشر حامد کرزي له خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره په ټېلېفوني اړيکه کې ويلي، چې له نورو هېوادونو سره يې هر ډول اړيکې د ملي يووالي، غښتلي مرکزي حاکميت او ملي حاکميت پر بنسټ ولاړې دي.

د ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامدکرزي تېر ماښام د ويډيو کنفرانس له لارې د امريکا د متحدو ايالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړې.

سرچينې ليکلي، چې په دغه ويډيو کنفرانس کې دواړو ولسمشرانو د افغان سولې اړوند مسايلو، د ملي اردو سمبالښت او غښتلتيا، امنيتي تړون، چې ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شي او ځينې نور د علاقې وړ مسايل، په دغو خبرو کې تر دوستانه او مفصل بحث لاندې ونيول.

د ولسمشر د ويندوى دفتر دغه راز زياته کړې، چې د افغانستان ولسمشر تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د نوي ټاکل شوي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ سره د پېژندنې ليدنه وکړه .

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر جنرال ډنفورډ ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد  د وضعيت په اړه رڼا واچوله او په ډاګه يې کړه، چې ده ته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قوماندان په حيث په کومه اندازه ستر او پراخه کارونه مخکې دي.

حامد کرزي په دې کتنه کې وويل، چې افغان دولت ته د امنيتي مسووليتونو لېږد، د افغانستان او امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ امنيتي قرارداد او بالاخره په راتلونکي کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون، هغه مهمې او سترې چارې دي، چې دواړه هېوادونه يې مخکې لري.

هغه يو ځل بيا تينګار وکړ، چې افغانان به د دغو يادو مسايلو پر وړاندې د يوه حاکميت لرونکي ملت په توګه تصميم ونيسي او له امريکا نه په دې برخه کې د ټولو مسايلو په اړه  د بشپړ درک او همکاريو تمه  لري.

سرچينې ليکلي، چې جنرال ډنفورډ له ولسمشر نه د مننې ترڅنګ واشنګټن ته د افغان ولسمشر وروستي سفر ته په اشارې سره  د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې وبللې او د خپلو راتلونکو کاري پلانونو په اړه يې ولسمشر ته خپل معلومات وړاندې کړل.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version