ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي او بارک اوباما  ستراتيژيک سند لاسليک کړ

ولسمشر کرزي او بارک اوباما ستراتيژيک سند لاسليک کړ

author avatar
2 May 2012 - 01:29
ولسمشر کرزي او بارک اوباما  ستراتيژيک سند لاسليک کړ
author avatar
2 May 2012 - 01:29

کابل ( پژواک ١٢ غويى ٩١ ) : دافغانستان او دامريکا د متحدو ايالاتونو ولسمشرانو د شپې ناوخته په ارګ کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک سند لاسليک کړ.

په دې مراسمو کې چې دولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کې ترسره شو، په افغانستان کې دامريکا سفير ريان کراکر، د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن، دافغانستان د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او ددواړو لوريو څخه لوړ پوړو دولتي چارواکيو ګډون کړي وو.

د ستراتيژيک سند دلاسليک کولو مراسمو ته ولسمشر حامد کرزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما د شپې په څه کم دولسو بجو راغلل او دواړو په داسې چوکيو کښيناستل چې تر شا يې ددواړو هېوادونو بيرغونه درول شوي وو.

ولسمشر حامد کرزي لومړۍ په پښتو او دري ژبو خبرې وکړې او بيا ورپسې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما مختصرې خبرې وکړې او له دې وروستو دواړو ولسمشرانو دکابل په وخت په شاوخوا دولسو بجو ستراتيژيک سند لاسليک کړ.

حامد کرزي پخپلو خبرو کې وويل ولسمشر بارک اوباما ته ښه راغلاست وويل او له هغه  څخه يې مننه وکړه، چې يو ځل بيا يې افغانستان ته سفر وکړ.

هغه زياته کړه : ((د دې سند لاسليک سره به د پخوانيو لسو کلونو فصل تړل کېږي او د مساوي اړيکو نوی فصل پرانستل کېږي، د دې سند په امضا سره، موږ د دوو مستقلو او حاکميت لرونکو هېوادونو په توګه دوستانه، ټينګ ، پر متقابل احترام او متقابلو تعهداتو ولاړ اړيکې پيلوو. ))

ولسمشر وويل چې پر دې سند لاسليک ته لاره وروسته له هغه هواره شوه، چې ددواړو هېوادونو ترمنځ  د بګرام زندان د چارو سپارلو او دشپنيو عملياتو افغاني کولو په اړه دوه هوکړه ليکونه لاسليک شول.

حامد کرزي وويل چې د اوږودمهاله ستراتيژيکو همکاريو پر سند لاسليک کول دهېڅ يوه هېواد لپاره ګواښ نه دى بلکې دغه کار به دسيمې د پرمختګ او هوساينې لپاره ګټور ثابت شي .

هغه زياته کړه چې دافغانستان خلک په تېرو دريو لسيزو کې له ډېرو ستونزو او غمونو سره مخامخ شوي دي ، خو د سولې او امنيت لپاره دافغانانو قربانۍ تر اوسه کومه پايله نه ده  ورکړې.

ولسمشر حامد کرزي هيله څرګنده کړه، چې دې سند سره په هېواد کې، سيمه او نړۍ کې سوله او ثبات ټينګ  او دافغانانو د خير او فلاح لامل شي .

هغه وويل چې راتلونکي کلونو افغانانولپاره ډېر مهم دي، افغانان ژمن دي چې د امنيت دلېږد پروسه له ٢٠١٤ کال څخه دمخه پاى ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړه چې د امنيت د چارو له سنبالولو  وروسته به بهرنيو ځواکونو ته له هېواد څخه د بېرته تګ زمينه برابره شي او له نړيوالې ټولنې سره به په نويو طريقو د اړيکو او همکاريو پروګرامونه ترتيب کړو.

ولسمشر دامريکا له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه چې په تېرو کلونو کې يې له افغانستان څخه مرستې کړې دي. دغه راز نوموړي د امريکا له سفير ريان کراکر او د ناټو قوماندان جنرال جان الن څخه هم مننه وکړه، چې ددې سند په تيارولو کې يې هلې ځلې کړې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما پخپلو خبرو کې ددواړو هېوادونو له هغو پلاوو څخه مننه وکړه، چې ددې سند لاسليک ته په تيارولو کې يې هلې ځلې کړې دي.

هغه د اوږودمهالو ستراتيژيکو همکاريو پر سند لاسليک ددواړو هېوادونو او ولسونو لپاره تاريخي کار وباله .

بارک اوباما زياته کړه : (( زموږ ددواړو هېوادونو ولسونه په تېرو لسو کلونو کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، له دې وروسته موږ د روانې جګړې اوږودولو طرفدار نه يو، او په ګډو هڅو سره به دغه جګړه پاى ته رسوو. ))

بارک اوباما پخپله څلور کلنه دوره کې درې ځلې افغانستان ته راغلى دى، خو نوموړى دا ځل دوه کاله وروسته کابل ته راغلى دى اوپاما په وروستي ځل په مارچ ٢٠١٠ کال کې افغانستان ته راغلى و.

نوموړى په داسې حال کې افغانستان ته راغلى، چې يوه کال  وړاندې په همدې شېبو کې ځانګړيو امريکايي ځواکونو د القاعدې مشر اسامه بن لادن دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې ووژلو.

ټاکل شوې ده، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د واشنګټن په وخت د ماښام په اوه نيمو بجو  له افغانستان څخه خپل ولس ته تاريخي وينا وکړي.

پر دې سند ددواړو هېوادونو پلاوو ١٨ مياشتې کار کړى دى، ټاکل شوې وه، چې ستراتيژيک سند اته مياشتې لاسليک شوي واى، خو د افغانستان او امريکا ترمنځ پر ځينو مهمو موضوعاتو د اختلاف له امله دغه کار ځنډېدلى و.

په دې وروستيو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د بګرام د زندان افغانانو ته دلېږدولو او د شپنيو عملياتو افغاني کولو په اړه هوکړه ليکونه لاسليک شول، چې دغه کار ستراتيژيک سند ته هم لاره هواره کړه.

 

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.